افغانستان

کرزی د بل ولسمشر تر لوړې په ارګ کې پاتې کېږي

نن ټکی اسیا (یکشبنه، وږي۱۰مه، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې ولسمشر حامد کرزی غواړي راتلونکې سه شنبه ارګ پرېږدي.

تېره ورځ د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون مشر عبدالستار سعادت په يوه خبري ناسته کې وویل چې ولسمشر حامد کرزی غواړي راتلونکې سه شنبه نوی ولسمشر هرو مرو لوړه وکړي او که چېرته تر یادې نېټې ټاکنیزې ناندرۍ حل نه شي نوموړی به ارګ پرېږدي.
سعادت دا ګډوډۍ ته زمینه برابرول وګڼل او په ولسمشر يې غږ وکړ چې ولس له دوی سره نه دی ستړی او دی هم باید څو ورځې زغم ولري.

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون د مشر عبدالستار سعادت له څرګندونو وروسته د ولسمشر ویاند رسنیو ته وویل چې یادې اوازې حقیقت نه لري او ولسمشر به د نوي ولسمشر د لوړې تر مراسمو پورې پاتې شي.

د نوموړي په خبره دا د ولسمشر قانوني مسوولیت دی چې د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې باید په واک کې پاتې شي.

یاده دې وي چې ولسمشر حامد کرزي په ټینګار ويلي دي چې نوی ولسمشر باید سباته خپله لوړه وکړي، خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو استازي یان کوبیش له ولسمشره غوښتي چې دا پرېګړه دې بېرته واخلي او نوی ولسمشر به د وږي په نولسمه د لوړې مراسم ترسره کړي.

تر دې وړاندې په ټاکنیزو کمیسیونو دا فشار و چې باید د ناټو د سرمشریزې تر ناستې پورې باید ټولې ناندرۍ حل شي، خو تېره ورځ د افغان لوړپوړو مسوولینو پر موافقت د دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي یادې ناستې ته د افغان استازي په توګه وټاکل شو.

تر دې پرېکړې وروسته ویل کېږي چې ښايي د رایو د بیا کتنې پروسه اوونۍ وخت ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x