زابل: طالبانو درې پوستې نیولې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د زابل ولایت په شاجوی ولسوالي کې له څو ورځې جګړې وروسته پرون د طالبان ویاند قاري محمد یوسف احمدي د دریو پوستو نیولو ادعا وکړه.

د زابل امنیتي مسوولین په شاجوی کې جګړه مني خو د پوستو د نیولو اړوند څه نه وايي.
طالب ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د دوی ملګرو پرون د شاجوی ولسوالي د شوبار په زکوزو سیمه کې یوه پوسته تر برید وروسته په واک کې کړه.

د قاري یوسف په خبره وروسته د شاجوی له مرکزه تر برید لاندې عسکرو ته نور عکسر د مرستې په تمه راغلل چې تر اوو بجو پورې له مقاومت وروسته په تېښته بریالي شول.

خبرپاڼه زیاتوي: «له دې سره سم ډارن دښمن د اندړو او ملا محمد دکلیو دوې نورې پوستې هم له ډاره پریښودې او دشاجوی بازار ته وتښتیدل چي اوس ورباندي داسلامي امارت مجاهدینو سپین بیرغونه ورپو ل.»

ویل کېږي چې په دې جګړه کې ګڼو عسکرو او اربکیانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده او طالبانو ځينې مهمات هم په لاس ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو د زابل د نوبهار ولسوالي بشپړه تر خپل واک لاندې کړه او د نویو راپورونو پراساس خلک يې له طالبانو خوښ برېښي.

ویل کېږي چې اوس په نوبهار کې امنیت ښه شوی او خلک په ارامه فضا کې خپل ورځنی ژوند کوي او له زړونو يې د اربکیانو د لوټ او چپاول وېره لرې شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د