نظــر

افغان ناموس؛ د چرسیانو په پښو کې!

لیکوال: یوسف خدرخېل

په کندهار کې د جاجو د وحشیانه حرکت د مینې انتظار په نامه د یوې پښتنې له خولې کولپونه لرې کړل او پر دې وحشت يې د فیسبوک له لارې نړۍ خبره کړه. هغې کره او مستند دلایل لرل چې وروسته يې هره ادعا ثابته هم وشوه، چې جاجو ملامت دی او د دوی دعزت لوټونې هڅه يې کوله، خو ځینو سپین سترګو اجیرانو دا نجلۍ هم د نورو دولت ضد کسانو په څېر د ای اس ای ایجنته وبلله او غوښتل يې د جاجو په رزالت پرده وغوړوي. خو د خیبري اټومي بټۍ باروتي ځوان ټوله قضیه حل او عدالت پلی کړ.

تر هغه وړاندې هم داسې سلګونه پېښې شوې دي او وروسته هم وشوې، خو ځینې يې داسې وي چې دولت او د دوی فرهنګي اربکیان ـ خبریالان ـ يې په پټولو کې بې وسه راشي نو بیا غواړي چې دغسې سپک کسان ـ ناقونونه وسله وال ـ معرفي کړي، چې دا پخپله د دې ملت د زبېښلو د پروژې چې دوی يې دولت بولي یو لوی شرم دی، ځکه د دوی د دولت دارۍ له ادعا سره – سره ولې ناقونه وسله وال فعالیت ولري هغه هم داسې ناقونه وسله وال چې دوی هم سیمه پېژني او هم يې د فعالیت ساحه او هم يې قومندان؛ خو دا هسې د عوامو د ذهنیت د مغشوشولو لپاره یوه ناکامه هڅه ده، غواړي خپل چرسي او دمجبوریتونو له مخې راټول شوي عسکر سپینې پرېښتې معرفي کړي.

هر چېرته چې د کرزي اجیرو پولیسو، اربکیانو یا هم د دوی په اصطلاح ملي اردو کومه پوسته جوړه کړي نو د سیمې عزت ورسره له ځمکې پورته شوی دی:

۱ـ تېر ژمی یواځې دپکتیکا په مرکز ښرنه کې شپږ پېغلې اجېرو پولیسو له ځانوسره وتښتولي چې درک يې نه دی معلوم.

۲ـ د دې ولایت د یوسف خېل ولسوالي د ملي امنیت مدیر په رڼا ورځ له خپل تنکي ساتونکي سره په د جنسي اړیکې پر مهال ولیدل شو، چې هیڅ انعکاس يې ونه کړ.

۳ـ  په مرکز ښرنه کې د لعل خان په نامه د اربکیانو قومندان په یوه پېکا دوه تنکي هلکان له زرمته راوستي دي چې په بازار کې يې ښکاره ګرځوي.

۴ـ د دې ولایت په اومنه ولسوالي کې اربکیان د شپې د هغو کورونو پر بام ګزمې کوې چې چېرته پکې پېغلې نجونې اوسېږي.

۵ـ د غزني ولایت له ښار نه ختیځې برخې ته ده یک ولسوالي ته څېرمه د ملي(!) اردو له کېمپ سره دوې پېغلې په رڼا ورځ ورکې شوې، د کلي خلک تر مازیګره پسې تاو شول، نږدې ماښام د ملي(!) اردو قومندان ورته وویل چې هغه خو فلاني او فلاني له ځان سره بوتلې او لږ مخکې يې زنګ راکړ چې دوی په خیر جلال اباد ته ورسېدل.

۶ـ د غزني د ده یک ولسوالي په رامک سیمه کې د اربکیانو له فعالیته نږدې شپږ میاشتې اته میاشتې تېرېږي چې په دې اتو میاشتو کې شپږ نجونې یواځې همدې اربکیانو تښتولې دي.
او…

خو پر دې ټولو سربېره ځینې ضمير پلوري په غونډو او مطبوعاتو کې دغه چرسیان د عزت ساتونکي بولي، په داسې حال کې چې دوی ته اصلاً عزت مانا نه لري.

تر دې ټولو زړه بوږنوونکې پېښه د هېواد په پلازمېنه کې په رڼا ورځ د کرزي د اجیرو چرسي پولیسو له لوري په ډله ښځو جنسي برید دی، چې دوی يې په پټولو کې پاتې راغلل. د تېرې جمعې په ورځ له قمبر څلورلارې لویدیځ لورته د پغمان اړوند په ده عربان سیمه کې په څلورو ښځو ګڼو پولیسو برید وکړ، هغوی له واده راستنې شوې وې او خپلو کورونو ته روانې وي چې د ده عربانو په تنګو کوڅو کې د ټولنې خدمتګارانو پرې برید وکړ چې پر عزت لوټلو سربېره يې ترې ټولې ګاڼې، بنګړي او غوږوالۍ هم لوټلې دي. د کرزي لوړپوړي چرسیان او د دو خبري اربکیان ـ خبریالان ـ  د دې ستر جنایت په پټولو کې پاتې راغلل او نږدې څلور ورځې وروسته يې ډنډوره ګډه کړه چې موږ هغه کسان ونیول چې د پولیسو له درېشې په استفادې يې دغه کار کړی و.

دې وحشیانو په دومره وحشت او زور خپل ناوړه عمل ترسره کړی و، چې له امله يې مېرمنې تر روغتونه ورسېدې او د یوې مېرمنې د مرګ خبر هم څو شېبې وړاندې ټولنیزو رسنیو خپور کړ.

دوی فکر کوي چې زموږ ټول مخاطبین زموږ په څېر یواځې خوري څښي او د دوی دیارلس کلونو جنایاتو او پورته یاد وحشتونه به نه ويني او د دوی خندوونکې خبره به په خلاصو غوږو واوري او د زړه تل ته به يې کوزه کړي.دوی له رسنیو نه داسې تبلیغ پیل کړ چې ګواکې دا کسان پولیس نه دي بلکې د پولیسو له جامې يې ګټه اخیستې په داسې حال کې چې اوس يې دوی د همدې څو نفرو مشر معرفي کوي او وايي چې دا غله او چپاولګره ډله ده، د همدې ډله مشر نظرمحمد ده عربانو ته څېرمه د پوستې عادي عسکر دی ، چې ډېر وخت د فهیم اکاډمي ته د چارواکو د راتلو په وخت دوی په کوڅو کې د امنیت مسوولیت درلود. چې څوځله ماپخپلو سترګو لیدلی دی.

د کرزي په دیارلس کلنه مجرمه دوره کې د دې دورې تر نورو ټولو جنایاتو، توهینونو، سوځونو، وژنوو مسخ کولو او… د افغان ملت پر ناموس ښکاره بریدونه تر ټولو لوی جرم او هم د دوی فکر لویه لاسته راوړنه ده. همدې رژیم پوره دیارلس کاله تبلیغات وکړل چې ښځې بېرون ته نیمه بربنډې راوباسي او په مقابل کې يې خپلو چرسیانو ته د چرسو د سګریټو پرځای د شرابو بوتلې ورمخکې کړې او سمدستې يې د ادارو، پارکو او ځینې کورسونو او مؤسسو په نامه د ناموس لوټونې زمینې هم برابرې کړې.
لاسونه لپه کړئ چې د محمد بن قاسم لارویان خپلې لښکرې تر پغمانه هم ورسوي. ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x