
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): شېبه وړاندې قهرېدلي لاریونوال د پاکستاني ملي ټلویزیون ودانۍ ته ننوتلي او خپرونې يې بندې کړي دي.
د پاکستان د ملي ټلویزیون رئیس، اطهر فاروق وايي چې لاریونوالو پر ودانۍ یرغل وکړ، د دوی همکاران يې وډبول او ډېر قیمتي وسایل یې مات کړل.
ده زیاته کړه، چې لاریونوال مسلکي خلک وو او پوهېدل چې خپرونې له کوم ځایه بندېږي.
اوس د پاکستان د ملي ټلوزیون خپرونې بندې شوې او پر ودانۍ د لاریونوالو ولکه ده.
د جزیاتو لپاره نن ټکی اسیا څارئ