افغانستان

کندوز: چاودنې د پولیسو رینجر موټر له منځه وړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د کندوز چارواکي وايي چې د نن غرمې په چاودنه کې د پولیسو یو رینجر موټر تخریب شوی او د یو پولیس افسر په ګډون درې تنه ټپیان دي.

د کندوز د والي ویاند عبدالواسع باسل وايي چې دغه چاودنه نن د کندوز په ښار کې د یو منقاطیسي بم په وسیله ترسره شوې ده چې له لرې کنټرولېده.

د نوموړي چاودنه د طالبانو کار وګاڼه، خوپخپله طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د باسل په وینا په چاودنه کې د ټپی شوي افسر او درې نورو وګړو حالت د اندېښنې وړ نه دی.

یاده دې وي چې په کندوز مرکز کې ورته پېښې کمې رامنځ ته کېږي، مګر په ځینو ولسوالیو کې يې د طالبانو بشپړ واک حاکم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x