افغانستان

ناټو په راتلونکي سرمشریزه کې یو اړخیزه اعلامیه خپروي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۰مه، ‍۱۳۹۳ل): په کابل کې د ناټو سازمان ملکي استازي موریټس یوکیمس په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ناټو په راتلونکې ناسته کې به دغه سازمان د افغانستان اړوند یوه یو اړخیزه اعلامیه خپره کړي.

تر دې وړاندې د ناټو په څو سرمشریز و ناستو کې د افغانستان اړوند د افغانستان او ناټو ترمنځ په ګډه یوه اعلامیه خپرېده.

ټاکل شوې ده چې د ناټو راتلونکې سرمشریزه ناسته به پنجشنبه ـ جمعه د بریتانیا په ویلز ښار کې پیل شي. په کابل کې د ناټو ملکي استازي وویل چې په دې ناسته کې به د شاوخوا شپېتو هېوادونو استازي ګډون وکړي چې پر افغانستان سربېره به د عراق او اکراین پر ځینو موضوعاتو هم خبرې وشي.

مورټيس یوکیمس وویل چې دا ځل به د ناټو په یو اړخیزه اعلامیه کې له افغان لوري سره د پیسو پر ژمنه سربېره د سم مصرف او فساد ضد مبارزې غوښتنې هم وشي.
نوموړي په دغه ناسته کې د افغان استازي په توګه د جنرال بسم الله محمد ټاکنه مناسبه وبلله او ويې ویل چې نوموړی یو مجرب وزیر دی.

د ماليې وزیر حضرت عمر زاخېلوال بیا وړاندیز وکړ چې دا ځل دې په دې ناسته کې له افغانستان سره د شپږ ملیارده ډالرو مرستې ژمنه وشي. د نوموړي په خبره وړاندې تر دې د ناټو ځواکونو له افغان عسکرو سره ګډه په کلیو او بانډو کې عملیات کول او اوس افغان عسکر یوازې دا دنده پر مخ بیا يي چې مصارف يې هم لوړ شوي دي.

تر دې وړاندې حضرت عمر زاخېلوال ويلي و چې امریکا او ملګرو يې هر کال د ملیاردونو ډالرو مرستو ژمنې کړې دي خو دوی ته يوازې شل سلنه رسېدلي دي او پاتې نورې اتیا سلنې مرستې بېرته د امریکا له کانګریس سره نږدې کسانو په زور وړې دي، چې د زاخېلوال په خبره دوی يې د پوښتلو وس نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x