افغانستان

د هلمند چارواکي: طالبان د موسی کلا بازار ته راورسېدل

نن ټکی سیا (دوشنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت چارواکي وايي چې د دې ولایت په موسی کلا ولسوالي کې له پرون راهیسې جګړه کوونکي طالبان د دې ولسوالي بازار ته رسیدلي دي.

د هلمند دامنیه قونداني مرستیال محمد ویس صمیمي وايي چې طالبانو په یوه ورځ کې ځانونه د موسی کلا بازار ته را ورسول. د نوموړي په خبره جګړه لاهم په شدت سره روانه ده.
تېره ورځ طالبانو په دې ولسوالي کې د دریو پوستو د نیولو خبر ورکړ، او داسې څرګندېږي چې هغوی په یوه ورځ کې د ولسوالي تر بازاره په لاره کې شته خنډونه له منځه وړي.

د صمیمي پر قول لسګونو طالبانو پر ولسوالۍ برید کړی چې تر اوسه اته تنه پولیس ټپیان شوي دي. صمیمي وايي چې په مقابل کې يې ګن طالبان له منځه وړي دي.

د عیني شاهدانو له قوله طالبانو له دوو ورځو راهیسې په جګړه کې ډېر تېز پرمختګ کړ دی چې ګڼ دولتي موټر او موټرسایکلونه يې تخریب کړي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم تېره ورځ په دې ولسوالي کې د شدیدې جګړې خبر ورکړ او يې ویل چې دوی له نږدې دریو ورځو راهیسې د موسی کلا ولسوالۍ پر مرکز ، امنیه قومنداني او امنیتي پوستو بریدونه پيل کړي دي چې پرون يې د یوې پوستې او ورسره د ګڼو مهماتو د نیولو خبر هم ورکړ.

یاده دې وي پر دې سربېره د هلمند په سنګین، نهر سراج او کجکي کې هم د لسګونو عسکرو د وژلو او تندو جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x