
لاريونوال د پي ټي وي له دفتره وويستل شول، خپرونې يې بېرته پيل شوې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږی ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د عمران خان او طاهرالقادري په مشرۍ لاريونوالو چې نن سهار د پاکستان ملي راديو تلويزون ودانۍ نيولې وه، شېبه مخکې يې د پوځ د مداخلې له امله خالي کړه.
هغه مهال چې لاريون کوونکي د پي ټي وي ودانۍ ته ننوتل، سمدستي د پاکستان راديو تلويزیون خپرونې بندې شوې، مګر له څه ځنډ وروسته پوځ د حکومت په غوښتنه ودانۍ په خپله ولکه کې واخيسته او مظاهرين يې ترې وشړل.
پوځ وايي، چې ملي ودانيو ته دې هيڅوک د زيان اړولو کوښښ نه کوي او لاريون کوونکي بايد د حکومت پر ضد خپل لاريون سوله ييز وساتي او له هر ډول تاوتريخوالي ډډه وکړي.
د پوليسو او مظاهرينو تر منځ د اخ و ډب له امله د پوليسو د يو لوړپوړي افسر په ګډون ګن کسان ټپيان شوي دي.
د هفتې په شپه، چې لاريونوال د حکومت «ريډ زون» سرې سيمې ته ورسيدل، له هماغه وخت تر اوسه له ۵۰۰ زيات کسان ټپيان شوي او درې تنه وژل شوي دي.