نړۍ

ایا کیدلای شی چه دټونس اومصرتجربی به په نوروعربوهیوادونوکی تکرارشی

no_order_for_a_single_familyایا کیدلی شی چه دټونس اومصر پیښی په نوروعربی هیوادونوکی تکرارشی، اوکه دټونس اومصر

وضعیت نسبت نورو عربوهیوادونه ته بدل دی اوامکان نه لری چه داسیناریو دی نوروعربو هیوادونو ته

سرایت وکړی، بلکه صرف اوصرف ترټونس اومصر پوری به محدود پاتی شی

ځینو عربوهیوادونو په دی نژدوکی خپلوحکمتونوکی سیاسی اواقتصادی داصلاحاتوراوستلو کوششونه وکړل
ترڅووکولای شی دخلګو له هغه قهراوغضب څخه خلاص شی کوم چی نن سبا ټونس اومصر ورسره مخامخ دی
په یمن کی دیمن صدر علی عبدالله صالح ژمنه کړی چه دحکومت دراروانی نوی دوری لپاره به ځان نه کاندیدوی
او ویلی یی دی چه دروانی حکومتی دوری څخه روسته به دده کورنی دواک له ګدی څخه لاس په
په سرشی اوخپل زوی ته به هم حکومت نه سپاری.
داهرڅه په داسی وخت کی پیښیږی چه دتیرزیارت په ورځ هم دصنعا په شمول دهیواد په دری نورومهموښارونوکی
مظاهره چیان لارو اوکوڅوته راوتلی وه دحکومت په خلاف یی ناری وهلی، دنوی
سیاسی اقتصادی اواداری اصلاحاتوغوښتنی یی کولی.
له سیمه څخه دبی بی سی خبریال خبرورکړی چه مظاهره چیانو دحکومت پرضد شعارونه ورکول او ویل یی چه نوربه
حکومتی لوټ ماران پری نه ښودل شی ترڅوډهیوادشتمنی لوټ کړی
له بلی خوا څخه په اردن کی هم داردن ملک په حکومت کی دسیاسی اواداری اصلاحاتودراوستلوپه
اړوند حکومت تحلیل کړ اوپه هیوادکی یی دعاجلوسیاسی
اواقتصادی اصلاحاتوغوښتنه وکړه.
دسوریی په هیوادکی هم خلګوخبرداری ورکړی دی چه دروانی میاشتی پر۴او۵تاریخ به دحکومت پرخلاف مظاهری کوی او دروانی میاشتی څلورمه
اوپنځمه ورځ به په سوریه کی دقهر اوغضب ورځی وی، حال دا چی له بله پلوه دسوریی صدر بشارالاسد په سوریه کی دهرډول مظاهرو مخالفت وکړ
اوزیاته یی کړه چه په سوریه کی دداډول شراوشور هیڅ نښی اونښانی نه لیدل کیږی
اوهمدارنګه په بحرین کی هم دډیرکیو شعیه وو اوحکومتی چارواکو ترمنځ داخ اوډب خبرورکول شویدی، فیسبوک اوټیوټرباندی داسی ګنګوسی راپورته
شوی دی، چه ویل کیږی دروانی میاشتی پر۱۴تاریخ به خلک دغضب دورځی په ډول دښارونو ولارواوکوڅو ته راوزی اودحکومت پرخلاف به مظاهری کوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x