نړۍ

مصر: دحکومت دمخالفینو او پلویانوترمنځ په تازه نښتو کې 7تنه وژل شوي

muzahira_zakhmianله قاهرې نه په ترلاسه شویو خبرونو کې راغلي دقاهرې په مرکز میدان تحریر کې ددحکومت ضد مظاهره چیانواو دحسنی مبارک دپلویانو ترمنځ په تازه نښتو کې اووه نفره وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دی ،خبر زیاتوی له نښتو وروسته پوځ دخلګو په نیولو پیل وکړ.

دبشر دحقوقو ټولني (هیومن رائټس) ویلی په مصر کې دحکومت ضد مظاهره کونکي باندي دي روان زور زیاتي ودرول شي

 

پر مظاهره کونکویې دتیرې شپې حملې چې په میدان تحریر کې دحکومت دپلویانو له خوا ترسره شوې په کلکه وغندلي.

دالعربیه ټلویزون دراپور سره سم نن سهار وختی پاو باندي څلور بجې دحسني مبارک دپلویانو له لوری په مظاهره کونکو ډزې وشوې چې له امله یې درې تنه ووژل شول او ګڼ شمیر ټپیان شول . په تیرو ۲۴ ساعتونوکې لږ ترلږه ۷ نفره وژل شوي او په سلګونو ټپیان دي.

دامریکا دبهرنیو چارو وزیرې هیلری کلنټن دمظاهره چیانو پر مرګ ژوبله خواشیني څرګند کړې ،دحسنی مبارک له مرستیال عمر سلیمان سره یې ټلیفوني خبري کړی او له هغه نه یې غوښتي چی دتیرې شپې دحملو او ډزو په اړه دي تحقیقات وکړي .

احمد بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x