دیني، سیرت او تاریخ

فکری جګړه/ یولسمه برخه

فکري جګړه آسانه لار د خپل هدف د رسیدلو لپاره ده

جګړې عادتاً عسکري وې ځکه چې کله هم د جګړه کلمه چې یاد شې نو د سړي ذهن ته وژنه،وینه سنګر،تانک،طیاره او ډزي راځي او داچې جګړه دي وي مګر نه دي پکې ډزي وي او ندي وژل وي،ندي پکې اسیران وې او ندي پکې زخمیان وي بیا هغه دي جګړه وبلل شې؟

دا نقطه لږ غوندي وضاحت ته ضرورت لري په تیره کې د ملتونو د تسخیر لپاره جګړي کیدلي ،د سلطي او یا د بربادولو لپاره به یې د فوجونو نه کار اخیسته،لښکرکشې به يي وکړه او یوه سیمه به کلونه کلونه جنګیدل یا به یې ماته وخوړه او یا به یې هغه ملک او ملت تسخیر کړه او یا به یې متارکه وکړه دا دري صورته د جګړي وه د زمانې په تیریدو سره د جنګ او د تسخیر ماهرینو طریقه د جنګ بدل کړه یو څه لاره یي آسانه کړه او ستراتیژي یې بدله کړه او طریقه د جنګ یې نوي کړه پدي طریقه چې ملک فتحه او ملت تسخیر شي او ژوبله پکې رانشې وجه دا ده چې عسکري جګړه کې فاتح او مفتوح دواړه ژوبلیدل نو ځکه دوي پدي غور وکړ چې باید مفتوح ژوبل شې او فاتح ژوبل نشې اوباید دي د مفتوح یا ژوبل شوی دي حد ته ونه رسیږي چې په آینده کې د کاروړ نه وي بلکي داسي دي ژوبل شې چې د خپل کاره ووځې او د فاتح کلونه تیر شې او فاتح کار ترینه واخلې او خپل په نفع يې استعمال کړي پدي باره کې اکبر  الآبادي یو هندي شاعر چې د انګریزانو د تسلط د وخت  شاعر دی او هغه پداسي وخت کې زنده ګې کوله چې د هندوستان واک د انګریزانو سره وه د هغه د شاعری یو خاصه طریقه او سبک دی سیاسي او فکري او همدارنګه اخوافي مفاهیم د طنز په ژبه بیان کړي دی،هغه وايې فرعون په هکله چې فرعون ډیر بي وقوفه او بي عقله وه ځکه چې د اسرائلیانو د قتل او تسخیر لپاره یې یواځي قتل نه کار اخیسته که یي د قتل په ځاي مکتب او پوهنتون جوړ کړی وای او د هغه  لاري نه  یې دهغوي فکر تبدیل کړی وای نو اسرائلیان به یې هم د خپل په ګټه استعمال کړی وای او هم نه بد نام کیدو،او ټول ځوانان د بني اسرائیلو به د فرعون غلامان وه ، فرعون ځکه بدنام شو چې د خلکو بچیان يې وژل نو الآبادي وا يي چې:

«یوں قتل سےبچوں کےوہ بدنام نہ ہوتا

افسوس کہ فرعون کو کالج کی نہ سوجھی»

نو کفارو چې څومره عسکري جګړي د مسلمانانو په ضد وکړي ټولي د ماتي سره مخ شوې لکن نن سبا  کفارو د جګړي ډګر او طرز يې بدل کړی عسکري جګړه  يې په فکري جګړه بدله کړي او دي نتیجه هم ورکړي ځکه چې په نننۍ دنیا کې څومره اسلامي هیوادونه دي په هغوي کې د کفارو دغي جګړي بی کچه تأثیر کړی، د فوځ او دعسکرو نه علاوه یې اسلامي ملکونه اشغال کړی دي علامه لاهوري وایي:

” ما همه افسونی تهذیب غرب «» کشته یی افرنگیان بی حرب وجنگ ”

د انګریزانو لخوا وهل شوي یو خو د هغوي وهل او خرپ بغیر له ټانک،توپ او طیاري نه دی، نن سبا چې دا لویه اسلامي نړۍ سړی ګوري نودسړی  زړه درد وکړي د اندونیزیا او مالیزیا نه واخله تر مراکش چې آخری نقطه د آفریقا د لويي وچي ده  پدي دوو لویو وچو(اسیا،افریقا) کي چې زیات ملکونه یي اسلامي دي داسي یو هیواد نشته چې هغوي خالص اسلامي نظام کړی وي او مستقل وي داسي یو ملک نشته چې د امریکا،اروپا،روسیه،چین اوهند تابع نه وي او دا تابعیت څرنګه کوي پدي شکل تابعیت نه کوي چې هغوي یي په سر ولاړ وي او په زور ورباندي د خپل تابعیت مني بلکي د دوي  خپل فکر بدل شو او په خپله دهغوي پسي روان شول نو د ژوند نظام يي بدل کړه لکه انګریزانو چې افغانستان ته راغله او یو څو محدودو کسانو ته یي  دنیاوي مادیات ورکړه او د هغوي سره همکار شول نو ټول ملت دهغوي په خلاف راپوته شول او جهاد یی وسره وکړه او انګریزانو ته یی ماته ورکړه او شرمنده ګۍ سره یی د افغانستان نه وشړل ،هغه وخت کې به افغان مسلمان ملت ویل چې انګریزان دي افغانستان ترک کړي او لاړ دي شې مګر نن سبا په اوسنی عصر کي د امریکا د اشغال په وخت کي یو زیاته برخه افغانان وایي چې انګریزان او امریکایان دي وي په افغانستان کي او دلته دي پاتي شي یوه زیاته سلنه د افغانانو وایي  چې مونږ اسلامي نظام نه غواړو مونږ دیموکراسي غواړو ډیر خلک دا غواړي  چې همدغه فاسد نظام او اسلام ضد نظام دي تقویه شي ډیر په نامه متمدن او پوهان دا وايي چې باید په افغا نستان کې دیموکراسي پلي شي د دي علت دا دی چې دغه خلک چې د امریکایانو شتون او دیمواکراسي غواړي په افغانستان کې دوي د فکري جګړي ښکار شوي او دوي فکري جګړي وژلي دي نو ټولو اسلامي ملکونو کې هغه حکومتونه حاکم دي چي ملاتړ یي د بیرون څخه کیږي که پدي ټوله اسلامي نړۍ نظر واچول شي نو دري قسمه حکومتونه واکمن دي:

۱- استبدادي ۲- دیکتاتوري ۳- دیموکراتیک

او د دي دریواړو تمویل او ملاتړ د غربیانو او نړیوال صهیونیزم لخوا کیږي نو که دا پوښتنه وشي چې آیا په اسلامي حکومت او حاکمیت او همدرانګه پارلمانونه شته او آیا دوي د خپل حکومتونه د اسلام د اصولو په بناء او د اسلامي سیاست موافق جوړ کړی نو ځواب به یې دا وی چې نه خیر بلکي د دوي نظامونه او حکومتونه ټول د غرب په اصولو بناء دي او د حاکم تعین د خلکو او د غوڅ اکثریت لخوا کیږي نه د دين په اصولو او نه د دین دوست خلکو لخوا بلکي د سیادت حق په دغسي نظامونو کي اکثریت مطلق سره وي نغوذ با الله من ذاک د الله سره نه وي او همدارنګه د تشریع او د تقنین حق د اکثریت مطلق په واک کي وي  که الله  ﷻ  خوښ وه او که نه وه او که د الله نظام وه او که نه وه نو پدغه ډول نظام کي د الله  ﷻ  قانون نه پلي کيږي بلکي د اکثریت نظر که اکثریت کفر غوښته کفر او که اکثریت یو څه چې حلال وي د هغه تحریم یي غوښته حرام که اکثریت د همجنس بازۍ یعني نر د نر سره نکاح غوښتل او د انسان واده د بل حیوان سره همدغه به عملي کیږي اګر که د انسانیت،فطرت اود شریعت خلاف وي که د سیاست ډګر ته نظر وکړو نو د اسلامي ملکونو نړیوال سیاست به هغه  اصولو ولاړ دي چې غربیانو او شرقیانو ټاکلي دي نه په هغو اصولو او بنسټونو چې اسلام وضعه کړي دي او نه په هغو اصولوچې الله ﷻ  وضعه کړي دي بلکي په هغوتحمیلي اصولو بناء دي چې یهودو او نصاراوو لخوا تحمیل شوي دي او همدارنګه د اسلامي هیوادونو اړیکي او ارتباطات د خپل په منځ کي او د ګاونډیانو سره دغرب په اصولو بناء دي نو فلهذا مونږ د سیاست په میدان کې لویه ماته خوړي او د حاکمیت مجال يي را نه اخیستي دی او همدارنګه که د اسلامي ملکونود تقنین او قانون د لحاظه مطالعه وشي نو دا به په ډاګه شې چې هغه قوانین نن سبا په اسلامي نړي پلي کیږي چې هغه د بشر د لاسه وضعه شوي قوانین دي نه هغه قوانین او مقررات چې د قرآن عظیم الشان او نبوي احادیثو نه اخیستل شوي دي  بلکي هغه مقرراتو اواصولو متابعت کیږي چې د نفس او خواهشاتو موافق وي یعني څه ته چې نفس حلال ویل هغه حلال او څه ته چې نفس حرام ویل هغه حرام اګر که په نزد الله  ﷻ  بالعکس د دي حکم کوي د اسلامي ملکونو مسئولیت دا دی چې  قرآن کریم،حدیث او فقه دي د قانون په حیث پیژندلي وای خو متأسفانه چې نن سبا داسي یو اسلامي ملک نشته چې په ټولو ابعادو د ژوند کې دي په قرآن کریم عمل کړی وی او هغه یې د ژوند قانون ګرځولي وه ولي کفار او یهودو او نصارا تل کوښښ کوي چې دا خبره د خلکو په ذهن کې قوي واچوي چې اسلام او اسلامي قانون العیاذ باالله ناقص دی د ژوند ټولي اړتیاوي نشي پوره کولي او دي خبري ته تر یو حده بلکي پوره تأثیر کړي په خلکو باندي

په غرب او غربي پلوه ملکونو کي بلکي په ټوله اسلامي نړۍ کي د میډیا د لاري ، د پوهنتونو د لاري او همدارنګه  د مکاتبو د لاري که په دقیقه توګه او عمیق نظر وکتل شي نن په اوسنی عصر کي دا ویلي کیږي چې اسلام نشي کولي چي ټولنیز عدالت او ملي یوالی د انسانانو په منځ کې  پلي کړي بلکي ویل کیږي چې دیموکراسي کولي شي چې ټولنیز عدالت او ملي یوالی مینځ ته راوړي د عنواني مسلمان د خولي هم دا اوریدل کیږي دا هغه څه دي چې د نړۍ کفارو او د هغوي د غلامانوله خولو همدغه د شرمه ډکي خبري اوریدل کیږي دا هغه څه دي چې د دنیا کفارو څلور سوه کاله مخکې د دي لپاره په میلیونونو پیسي مصرف کړي او د دي لپاره یي کوښښ کاوه چې په خلکو دا ومني چې اسلام د تطبیق وړ نه دی او زوړ دین دی چي د اوس عصر سره مناسب نه دی اګرکه په یووخت کي وه او ځینی خلکو دا خبره هغه خلکو چي د اسلام د دین د مزایاوو ناخبره وي منلي هم ده او ټولي میډیا (ورځپاني،مجلي ،اخبارونه راډیوګاني،تلویزونه،انټرنيټ پاڼي)مدني ټولني ،مستشرقین فلیوسوفان،خیریه مؤسسي ،مرستندوي انجیوګاني او سیاسي احزاب په نصاب،مکاتبو،پوهنتونونو او ټولنو کي د همدي خبری د ترویج لپاره تبلیغات او کوښښونه کیږي چې ترڅو د مسلمانانو فکر تغیر کړي او په اسلام باندي يي بي باوره کړي د مثال په ډول که اوسني تعلیمي نصاب په غور او دقیق وکتل شي دا به په ډاګه شي چې دا یو اشغال شوي او مستعمره نصاب دی او د راتلونکي نسل لپاره خطرناک فکر او عقیده ورکوي ځکه چې په ځاي د دي چې وویل شي چې د اسلام دین یواځيني کامل دین او قانون دی چې د انسانانو ترمینځ یوالی مینځ ته راوستلي شي په خلاف د دي په بعضي کتابونو کي لکه د لسم ټولکي دري او همدارنګه یو نوي مضمون چې د تعلیمات مدني په نوم دی په بعضي موضوعاتو کې دا خبره په واضحه لیکلی ده چې ملي یوالي او ټولنیزعدالت د دیموکراسي په پلي کولو سره  راتلي شي  او بغیر د دیموکراسي نشي کیدای چې د انسانانو تر مینځ اتحاد او ټولنیز عدالت عملي شي  او همدارنګه  که د میډیاوو خصوصاً د راډیوګانيو او تلویزونو برنامي په غور سره وکتل شي ټولي د اسلام د سپڅلي دین مخالفي دي او ۲۴ ساعته د اسلام په مخالفت او د مسلمانانو په مقدساتو پوري د استهزاء کولو په هدف تنظیم شوي  او جوړشوي دي او همدارنګه مؤسسات او مدني ټولني د مثال په توګه دجامعه مدني فعالیتونو د فاحشو ښځو ته د امن کورونو جوړول او هغوي نور هم بغیر د محرم د وتلو فعالیتونه او تبلیغات کول او په دین باندي د خلکو بي باوره کول او ښځو ته د اسلامي حجاب په خلاف تبلیغات او هغوي ته دکور په ناسته کي عفت او عزت د محبوس او بندي ویل او داسي نور فعالیتونه چې د اسلامي فکر، عقیدي او مسلمانانو په خلاف کیږي د حد نه وتلي دي لکن متأسفانه چی بعضي مسلمانان د دغو تبلیغاتو د تأثیر لاندي راغلي او بعض نور بیا یا خبر ندي او یا پټه خوله ورته ناستي دي او هغه مسلمانان چې د دغه رنګ تبلیغات مخالفت کوي او داسلام ضد یي بولي  هغه ته بیا ناوړه عنوان او نوم ایښودل کیږي هغه ته بیا افراطي او یا متشدد وايي هغه څوک چې د دوي دغه ناوړه او د اسلام ضد فعالیتونو خلاف کوي هغه بیا مباح الدم او واحب القتل بولي او هغه څوک چي د اسلامي قانون د تنفیذ هڅي کوي او غواړي چې انساني جامعه ته آسماني او الهي قانون د ټول بشریت لپاره ګټه ور قانون چې الله  ﷻ  نازل کړی او به هغه کې دټولو انسانانو دعواطفو او احساساتو رعایت شوي او دهغه په تطبیق کي انسانانو ته ژوند دی او په هغه کي د سر او مال د عزت او عفت د ناموس او شرافت د انسانیت او کرامت ترقي علم اقتصاد د دنیا او آخرت بری او کامیابي پکي نغښتي ده هغه بیا تروریست او دهشتګرد بلل کیږي هغه ته بیا بل نوم او عنوان ورکول کیږي

نو کفار خصوصاً د نړیوال صهیونیزم،دیهودو او نصاراؤ دغه فکري فعالیتونه او د اسلام پر ضد په مستقیمه اویا غیرمستقیمه توګه دا خبره کول چې اسلام یو زوړ دین دی او د انسانانو تقاضاوي نشي پوره کولي بي ځایه ده ځکه چي د اسلام دین قرآني قانون یو صالح دین د هرزماني او عصر د انسانانو د ژوند دټولو چارو او ابعادو ګټي او مصلحتونه یې په نظر کي نیولي دي که انفرادي ژوند دی او که ټولنیز ژوند که سیاسي ژوند اوکه غیرسیاسي که کورني روابط دي او که بهرني که فردي دي او که اجتماعي او همدارنګه که نر دی او که ښځه غټ دی که کوچنی او حتي انسانان لا څه کوي چي د حیواناتو مصلحتونه او حقونه هم په اسلام او نبوي قانون کي رعایت شوي او هر یو نه یې د خپل د استعداد مطابق حق ورکړي دی او همدارنګه داخلاقو او تدبیر منزل او سیاست مدني د ترقي او اقتصاد د معاملاتو او عباداتو او روابطو متعلق ځانګړي اصول او قوانین لري د نفس د تامین او همدارنګه د مال د تامین چې قصاص او حد سرقه د عزت او عفت د تامین او ساتني قوانین چي حدالقذف دي او د انسانانو او ارحامو د پاک ساتلو او د نه مختلط کولو قوانین چي حدالزنا ده او همدارنګه د عقل او د روح د ساتلو قوانین او اصول چي حدالشرب دي او همدرنګه نو زواجر او تعزیرات قوانین او اصول لري که چیرته انسانا ن او ټوله بشري ټولنه د دغو اصولو پیروي وکړي او د خپل ژوند د اسلام د اساساتو او اصولو سره موافق سر ته ورسوي په انساني اوبشري ټولنه کي به هیڅ ډول مشکل نه وي او انسانان به د امن په فضا کي چې هیڅ خوف او خطر نه وي ژوند وکړی که په نن عصر یهود او نصارا او د اسلام دښمنان د خپل حسد پریږدي او د اسلام دین بغیر د حسد نه مطالعه کړي پدي به پوه شي چې د اسلام دین یود تقنین دین دی د اوس لپاره او د هري زماني د انسانانو لپاره یو صالح او د تطبیق وړ دین دی او د خپل دین چې دیموکراسي او لبرالیزم دي هغه به ترک کوي او د اسلامي قانون تطبیق کول به غواړي خو لکن دوي یا خو د اسلام د مزایاوو خبر نه دي او یا د حسد د وجي نه د اسلام په ضد تبلیغات کوي او کوښښ کوي چې په ټوله انساني نړۍ کي د خپل د خوښي او وضعي قانون چې دیموکراسي او یا نور اقشار د طاغوتي آیدیالوژۍ لکه لیبرالیزم کمونیزم او یا نیشنلیزم او کاپیتالیزم تطبیق کړي او په خلکو یې ومني او دوي دی هدف ته تر یو حده رسیدلي بلکي پوره او مکمل هدف ته د خپل رسیدلي دي ځکه چې په ټول جهان کي داسي یو ملک نشته چې په هغه کي دي خالص اسلامي نظام او الهي قانون حاکم وي او داخلي او خارجی روابط دي د اسلام په اصولو او اساساتو  بناء وي او دوستي او دښمني دي د چاسره د الله  ﷻ  لپاره وي بلکي ټولي چاري یې د دیموکراسۍ او غیر اسلامي اصولو او قوانینو په بناء دي د دوست او دښمن د اسلام د دریچي نه نه پیژندل کیږي بلکي د دیموکراسي او لبرالیزم روح دی پيژندل کیږي او دا حالت نن په اسلامي جامعه کي یهودو او نصاراؤ په طریقه نه دي چي د هر چا په سر باندي ولاړوي او په زور او فزیکي قوه باندي پر تحمیلوي بلکي نړیوال صهیونیزم د فکري جنګ په وسیله مسلمانان دي ته تیار کړل او د مسلمانانو افکاریې وربدل کړل چي مسلمانان په خپله دیموکراسي او لیبرالیزم منلو ته تیار شول او په خپله د دیموکراسي غوښتونکي شول که د اسلامي نړۍ دفاعي حالات مطالعه شي او دا وپوښتل شي چې آیا په اسلامي هیوادونو کي د دفاع وزارتونه شته او که نشته فوځ لري او که نه لري امکانات او وسائل لري او که یې نه لري او آیا سره د ټولوامکاناتو د درلودلو سره دوي د اسلام او دین نه دفاع کوي  او که د کفر او دیموکراسۍ نه او آیا دغه فوځیان د ناموس او خاوري او مسلمانانو د معتقداتو ،اخلاقو او علماؤ او نورو دیني مقداساتو حفاظت کوي او که دوي د پردیو سره په عسکري تړونونو ولاړ دي معاش او تنخوا د اسلامي خاورو دعوائدو نه اخلي اوکه  د کفارو په صف کي ولاړ دي او که داسلام په صف کي د دغو ټولو سوالونو ځواب به دا وي چې نه خیر!

د دغه دفاعي سستم د اسلام دنوامیسواود معتقداتو لپاره هیڅ ګټه نشته بلکي دوي یعني که د دفاع وزارتونه دي او پولیس دي ټول د دیموکراسي او غیر اسلامي آزادي باالخصوص د شخصي آزادي چې د اسلام د اصولو سره په تضاد کي ده او د امربالمعروف او نهي عن المنکر اساسات له مینځه وړي د تامین لپاره کار کوي یعني شخصي آزادي دپولیسو وظیفه دا ده چې د جرمونو مخنیوی به کوي شرابیان،قماربازان،قاتلان،سارقان، اختطافګراو باغیان یا داسي نور مجرمین به د قانون منګولو ته سپاري او د بد اخلاقۍ مخ به نیسي او اهل خیر او صلاح ساتنه به کوي د ملي شخصیتونو،علماؤ او د پوهانوساتنه به کوي اوس که وپوښتل شي چي آیا پولیس شرابخور نیولی شي نه خیر بلکي پولیس به په اوسني نظام کي صرف د شرابخور د شرابو خوړو امنیت نیسي او هغه ته به دهغه شخصي آزادي د تامینوي او که تاسو جنایانو نه وپوښتي او قسم ورکړي چې آیا تاسو ته دا دستور نه درکول کیږي چې تاسو دا حق نه لري چې د شرابخور ونیسي او هغه بندي او قانون ته وسپاري.

او همدارنګه که د پولیسو وپوښتل شي چې آیا تاسو ته دا دستور نه درکول کیږي چې شرابخورته  به څه نه وايي دوی به خامخا وایي او یا به شرمیږي نشي به ویلی چې بلي مونږ ته د وزارت له خوا هم دا دستور راکړل شوی او همدارنګه دوی زناکاران ،قماربازان ،شرابخوران او سارقان نیسي په زندانونو کي بندي کوي او قاریان،ملایان،مجاهدین او علماء؟ نه خیر!

شرابخور آزاد سري سترګي ګرځي غل او سارق  آزاد او زناکار آزاد چرسي آزاد ،قاتل آزاد مګر زندانونه ټول د علماؤ ،قاریانو امامانو او مجاهدینو نه ډک دي او مجرمین آزاد ګرځي د شپي په علماؤ ،مدرسو او په مساجدو د مسلمانانو او اهل خیر په کورونو چاپي لګیږي بي شماره انسانان وژل کیږي او زورول کیږي او مجرمین آزاد او سوکاله ژوند کوي د شپي په یو زناکار،سارق،قمارباز او په یو قاتل باندي د پولیسو لخواچاپه نه لګیږي نو آیا دا پولیس د اسلام په ګټه دي او که د اسلام په تاوان او آیا دا قسم پولیس د اسلام په صف کي دي که د اسلام په خلاف او آیا دغه پولیسو کوم ځل د زنا په اډو چاپه لګولي ده او زناکار ته یي سزا ورکړي ترڅو چې د نورو لپاره عبرت شي…نه خیر!

بلکي دوی لا نورهم د زنا لپاره قانوني بڼه او د زنا د اډوچي د امن کورونه دي قانوني جواز ورکوي او ریئس جمهور د زنا اډي چي د امن کورونه دي توشیح کوي او پارلمان ته يي د تصویب لپاره وړاندي کوي او د جرم په خپراوي کي اود فساد په ترویج کي کوښښ کوي نه د جرم د مخنیوي او نه د فساد د منځه وړي ، دهغه چا مخنیوی کوي چې هغه د جرم مخنیوی کوي دغه خلک ولي دا کار کوي ؟ او پردیو په تړونونو کي ولي دریږي او ولي د مجرمانو سره دریږي او د مصلحانو په خلاف باندی ولي دا کار کوي ځکه چې فکر يي چا وربدل کړی دی به هغه وسائلوچې د اسلام دښمنانو نن په کار اچولي فکری جګړی ځپلي  او د فکري جګړي ښکار شوی دي ، د راډیوګانو،تلویزیونونو،مجلو،اخبارونو،نيټ کلبونو او پوهنتونو او داسي نورو وسائلو چې د مسلمانانو د فکر د تغیر کولو لپاره کوښښ کوي او په کار یي اچولي او دښمن د خپل فکر د ترویج لاري دي دوی د دغو تبلیغاتو د تاثیر لاندي راغلی دي او دوی د فرعون د پوهنتون شاګردان ګرځیدلي دي اوهغه د اکبر الآبادي خبره ده چي «یو وخت کي به عصري فرعون ټول ملتونه خپل غلامان ګرځولي څوک يي ترجماني کوي څوک يي پولیس او څوک يي جاسوس او بعضي نور يي مشاورین او سیاسي نماینده ګان دي » نن عصر فرعون د خلکو فکر وربدل کړی او په هر ملک یي ډیر ارزانه او مفته غلامان یي پیداکړل مفته او افتخاري غلامان پیداکړل دا زمونږ افغانان چي نن ورځ یو زیاته برخه د امریکایانو سره ولاړ دي او د امریکایانو غلامي کوي او دهغوي جاسوسي او چاکری کوي بغیر د ضرورت نه،هیڅ کوم احتیاج نلري ، عملاٌ دوی په افتخارانه توګه د دوي غلامۍ ته تیار شوی دي دا ځکه چې د دوي فکر یي بدل کړی دی په زړه او مغز کي يي د اسلامي فکر پر ځاي دیموکراتیک او لیبرال فکر ځاي کړي دي او هغه څوک چي د دغه دیموکراتیک او لیبرال فکر خلاف کوي هغوی ته يي د وطن د دښمنانو عنوان ورکړي دی او دوي بیا هغوی ته د وطن او خاوري دښمنان وایي او د سولي او امنیت دښمنان يي بولي او هغه چې د بل ځاي راځي او پدي ملک کي زنانه بي عفته کوي د اتیاکلن سره لواطت کوي کورونه بمباردمانوي او د خلکو په کورونو باندي وراوړي او ریئس جمهور ورته ژاړي او د خلکو په منځ کي اوښکي تویوي او چې څه وکړم خبر مي نه اوري او نه مني څه وکړم او په بار بار وايي چې دا کار مکوي او هغوي خبرو ته غوږ نه نیسي بیا دغه بیګانه او پردیو ته او د انسانیت دښمنانو ته او دغه ځناورو ته دوستان او بین المللي همکارانو او حافظین صلح لقب او عنوان ورکولي کیږي دا ولي دغه قسم اصطلاحات کارول کیږي؟

دوست ته دښمن او دښمن ته دوست هغه چې وحشیان او حماقت کي د حیواناتو نه بد تره دي هغوی ته همکاران او دوستان ویلي کیږي او هغه څوک چې د انسانیت په اعلی مراتبو پوهیږي او انساني فطرت ته پوره آزادي،سوله،امنیت کامیابۍ ، ترقۍ ،عفت،عزت ،کرامت او نیک بختۍ ور په برخه کوي هغوي ته بیا د وطن دښمنان،د سولي او امنیت دښمنان بلل کیږي دا ځکه چې افکارو تغیر کړي دی بله دا چې د اصلي فطرت او اسلامي فطرت په لحاظ دغه دوه ډلې نه مطالعه کیږي،بلکي دوي ته دغه نا مناسبه عنوانونه کفر او دیموکراسۍ ورکوي هغه څوک دوست ته دښمن او دښمن ته دوست وايي چې د هغوی انساني فطرت مسخه شوی وي.

نور بیا..

د یو سوچه اسلامی نظام په هیله

محمد ادریس محمدي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x