نړۍ

د عمران خان او قادري پر ضد د بغاوت دوسيه ثبت شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د اسلام اباد پوليسو د لاريونوالو مشرانو عمران خان او طاهرالقادري پر ضد د بغاوت او تروريزم دوسيه ثبت کړه.

راپورونه وايي په دغه دوسيه کې له حکومت سره د عمران خان او طاهرالقادري وعده خلافي، تروريزم، پاروونکې ويناوې،او د پوليسو پر ضد د لاريون کوونکو تاوتريخوالی شامل دي.

له دې مخکې عمران خان او طاهرالقادري حکومت ته ډاډ ورکړی و، چې د پلازمينې ريډ زون ته به نه ورځي؛ مګر اسلام اباد ته له راتلو څو ورځې وروسته د عمران خان او قادري په مشرۍ لاريونوال سرې سيمې ته ننوتل او د شنبې په شپه پارلمان او صدارت ماڼۍ په لور وخوځيدل.

دواړو ګوندونو حکومت ته ډاډ ورکړی و، چې لاريون کې به واړه ماشومان نه راولي، پاروونکې ويناوې او د رياست پر ضد به بغاوت پاروونکي کارونه نه کوي.

پر دې سربېره لاريونوالو د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې د امنيتي چارواکو پر ضد تاوتريخوالي پيل کړی او تر اوسه يې د لسګونو پوليسو په ګډون يو لوړپوړی افسر ايس ايس پي عصمت الله جنيجو هم مرګونی ټپي کړی او دمګړی په روغتون کې د درملنې لاندې دی.

نن غرمه يوولس نيمې بجې لاريونوالو د پاکستان د ملي راديو تلويزون پر ودانۍ هم بريد کړی او د دې بريد اړوند به هم د لاريونوالو پر ضد يوه بله دوسيه ثبت شي.

عمران خان او طاهرالقادري وايي، چې دولتي ودانيو ته ننوتي کسان د دوی پلويان نه دي، بلکې دا نور خلک دي او د دوی پر ضد دغه دوسيې هيڅ حقيقت نه لري.

دواړه مشران دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې وړمه شپه يې خپلو پلويانو ته امر وکړ، چې دولتي ودانيو ته ننوځي او د پوليسو او امنيتي کسانو پروا ونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x