کرکټ: روزونکي کبیر خان استعفاء ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د افغان کرکټ ملي لوبډلې روزونکي کبیر خان د شخصي بوختیاو له امله په کرکټ د روزونکي له دندې استعفاء ورکړه.
نوموړي نن د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د کرکټ بورډ د عمومي ریس شهزاده مسعود او د کرکټ بورډ د اجرائیوي ریس ډاکټر نورمحمد مراد تر مخ خپله استعفاء اعلان کړه.

کبیر خان چې له نږدې څلور نیمو کلونو راهیسې يې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دنده ترسره کوله په خپلو خبرو کې وویل چې نوموړي یو کال وړاندې لا د استعفا‌ء نیت درلود، خو د ځينو مهمو لویو نړیوالو لوبو په خاطر يې ونه غوښتل.

د کرکټ بورډ عمومي ریس شهزاده مسعود کبیر خان یو ښه روزونکی وګاڼه او په خبره يې د ده د روزنې په دوره کې افغان کرکټ ملي لوبډلې په لويې لاسته راوړنې ومندلې.

د کرکټ بورډ اجرائيوي ریس ډاکټر مراد وویل چې ژر به د کبیرخان ځای ناستی وټاکي، د هغه په خبره له دوو بهرنیو لوبغاړو سره يې خبرې کړې دي چې ښايي د توپ وهنې په برخه کې د روزونکو په توګه وګمارل شي.

بل پلو د کابل په نړیوال لوبغالي کې د شپږيزې کرکټ سیاليو کې د مس عینک اتلانو کیپتان نوروز منګل په سیمي فاینل لوبه کې د منډې پر وخت ځان ژ،بل کړی دی.

د نوروز منګل ښی لاس سخت ګوزار خوړلی چې اوس يې په غاړه کې پروت دی، د نوموړي مینه وال پرې خپه دي او وايي چې په داسې دوستانه لوبو کې باید لوبغاړي له ځانو سره ډېر پام وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د