حسني مبارک ژمنه کړی چی واک به پریږدي
ودولتی رسنیوته دخبرو پروخت نوموړی ویلی چه دروان کال راروانو ټولټاکنو کی چه ددیسمبرپه میاشت کی کیدونکی دی برخه نه اخلی
اوهمدارنګه یی ټینګاروکړ چه دروانی صدارتی دوری ترختمیدوپوری به له واک څخه لاس په سرنه شی
مبارک په داسی حال کی دا څرګندونی کولی چه په زرهاوو مظاهره کونکی دقاهری په ښارکی راټول شوی اوله مبارک څخه دسمدستی لری کیدوغوښتنه کوی له بله پلوه اباما په خپلو څرګندونو کی ویلی دی چه په مصرکی دواک انتقال باید ژر شروع شی.
اوامریکا پدی سره خوښیږی چه پرامنه توګه دواک په انتقالولو کی دمصرمرسته وکړی، نوموړی زیاته کړه چه امریکا داحق نه لری چه مصر دټولواکی طرف ته بوزی، په انتقال کی باید دمخالفو ګوندونو غوښتنی په نظرکی ونیول شی، اووشفافو انتخاباتو ته لاره هواره شی
او مظاهره کونکوته په حوصله ورکولو سره اباما وویل چه مونږ ستاسو اوازونه اورو اوستاسو غوښتنی مو په نظرکی دی
خو مبارک په خپلو خبرو کی یوار بیا ټینګاروکړ چه زما دواک پاتی وخت به زه په مصرکی دډاډګیرن امن ته وقف کوم اوکوشش به کوم چه راتلونکی منتخف مشرته واک دامن په چوکات کی انتقال شی.
زما اولنی کوشش به دایی چه په خاوره کی امن اواستحکام راولم اوله راتلونکی اداری سره دقدرت په انتقال کی مرسته وکړم اوزه خپله هیڅ اراده نه لرم چه په راتلونکو ټآکنو کی ځان کاندید کړم.
په اخر کی مبارک یو وار بیا ژمنه وکړه چه زه به هیڅ کله مصرپری نه ږدم، دازما وطن دی، دا هغه ځای دی چیری چه زه پیدا شوی، لوی شوی اوژوند می پکی کړیدی، داوطن ماساتلی دی ددی خاوری اوملت دفاع می کړی ده ددغی خاوری دپرمختګ اوترقی لپاره ما هلی ځلی کړیدی، اوزما ژوند اومرګ به دواړه پردغه خاوره وی.
له بله پلوه دمخالفی ډلی مشر البرادعی دمبارک څرګندونی ردکړی اودایی په واک کی دپاتی کیدو لپاره دنوموړی وروستۍ هڅه وباله اوله مبارک څخه یی وغوښتل چه ژر تر ژره له واکه څخه لاس په سرشی.
دنوبل انعام ګټونکی البرادعی زیاته کړه مبارک باید نور دواک له ګدی څخه لاس په سرشی ترڅوچی بی طرفه اوشفافی ټولټاکنی کیږی واک دی یوی انتقالی اداری ته وسپارل شی.