افغانستان

د عبدالله ډله: هر ډول پایلې چې اعلان شي، موږ يې نه منو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): په ټاکنیزو ناندریو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډله وايي چې هر ډول پایلې دوی ته د منلو وړ نه دي.

د دې ډلې ویاند فاضل سنچارکي نن له غرمې وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل چې دوی ته د ټاکنو پایلې بې معنی دي او که تر سبا ماسپښین پورې د دوی غوښتنې ونه منل شي نو جدي تصمیم به ونیسي.

سانچارکی وايي چې دوی له مقابل لوري سره د ملي یووالي پر حکومت هوکړه کړې وه، خو د رایو بیا کتنې پروسه رڼه پروسه نه وه، نوموړی وايي چې که تر سبا دې وخته پورې زموږ منطقي غوښتنو ته مثبت ځواب رانه کړل شي، جدي او قاطع تصمیم به ونیسو.

د سانچارکي په خبره دوی نه غواړي چې په داسې ډلبازۍ کې شریک شي، چې د افغانستان په برخلیک ملنډې ووهي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د ټاکنو کمیسیون مسوولینو وویل چې که يې څوک ومني کنه؛ دوی به پایلې اعلانوي.

سانچارکی وايي چې د ټاکنو کمیسیون، د اشرف غني ډله او د ملګرو ملتو سازمان دې د پایلو تر اعلان وړاندې یو ځل بیا هم غور وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

شورای نظار اوس په افغانستان کی د امریکی د ژاندارم په حیث تول ملت ته اخطارونه ورکوی او امریکا هم هغه ده ورته ګوری ، او ورته شاباسئ وایی و او ورته وایی نیم نه به زیاته برخه صلاحیتونه ستاسو وی تشویش مه کوی ، امریکا درسره ده ، دیموکراسی پسی مه ګرځئ ، چیری چی مونږ یو زمونږ کړه وړه پخپله دیموکراسی ده، همداشان تاسو « دنظار شورا جنایتکارانو » زمونږ جلادان په حیث دستورونه اخلئ او عملی کوئ یی ، نور مونږ ته پریږدی او وګورئ دې افغانستان به جهنم جوړ کړو

غوربندي

ټولو ته سلام او احترام زمونږ د مملکت په اشغال کې دخیلې ډلې د جنایت او خباثت له مخې په لاندې کتګوریو ویشلې کېدای شي: اول: اشغالګران دوهم: د شمال جنایتکاره ټلواله دریم: غربي ټکنوکراتان / سګ شویان (غربیان) څلورم: تش په نوم ملتپالان (پښتانه) پنځم: تش په نوم پخواني مجاهدین/منحرف اخوانیان (پښتانه) ډیری افغانانو فکرونه داسې جوړ او له شیطاني میډیا متاثر دي چې په پورته کتګوریو کې تر ټولو ډېر نفرت له اشغالګرانو، ورپسې په ترتیب سره له ټلوالې، سګ شویانو، ملتپالانو او منحرفو اخوانیانو کوي چی زما په نظر غلط فهم ده. دلیل یې داده چې په… نور لوستل »

غوربندي

خبره د سینګار جنایتکار عبدالله تر ډلګی پوری یاده شوه چی سباوون بری صیب پری تعلیق لیکلی ده

زه وایم راځی خپل غني بابا وغندو چی زمونږ په رایو کی یی میتیازی وکړی او ټلوالی د بچه ترسانک په مقابل کی لکه موږک داسی وړوکی شو

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x