شعـــــرونه

غزل

شاعر: نوید عمرخیل‎

څوک مو دي شړلي موږ له چا خاوره ګټلی ده

اوس مې هم کابل کې پرنګیانو ځاله کړی ده

نشته میرویس خان او احمد خان چې ځینې وپوښتي

غیږه د کونړ مې تور پنجاب په اور سیځلې ده

ورک نشې پښتونه ستا د ورکې فکر ډېر لري

بیا کومې ټلوالې د نړی لمن نیولې ده

لاړ شئ د پیړیو تاریخونه مو لګ وسپړی

وګوری چې چا څنګه په څه خاوره ساتلې ده

دا د دښمنانو لړی هیڅ دختمېدو نده

بیا دکوم قدرت د زوال ورځ رارسیدلې ده

خدایه پدې خاوره کې یو داسې نظام راولې

کوم ته چې موږ تل په دعا اوښکه تویی کړې ده

نور خو دې نویده! تر یار تلل دسر په بیه شول

اوس خو رقیبانو هر کوڅه درنه نیولې ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x