افغانستان

مزارشریف کې د ملي امنیت پر مامورینو چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د ملي امنیت پر مامورینو چاودنه شوې چې له امله یې ۴ مامورینو ته مرګ ژوبله اوښتې.

لوموړي راپورونه وايي چې چاودنه نن مازدیګر شاوخوا ۴ بجې د حاجي ایوب په څلور لاري کې د بلخ دروازې ته څېرمه شوې.

د بلخ ولایت د والي ویاند منیر احمد فرهاد د چاودنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې چاودیدونکي توکي په یوه سایکل کې ځای پر ځای شوي و او په پولیسو د شنډولو پر مهال وچاودیدل.

فرهاد زیاتوي چې سایکل د لارې څخه لرې له یوه ځایه کنترولېده، په سایکل د ملي امنیت مامورین شکمن شول خو چې د شنډولو هڅه یې پیل کړه، چادیدونکي توکي پرې وچاودیدل.

د بلخ ولایت امنیه قومندان سمونوال عبدالرازق قادري وايي چې په چاودنه کې د ملي امنیت کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې. نوموړی وايي چې وژل شوی پولیس د دوهمې حوزې څخه د ماین شنډولو ته راغلی و چې ماین پرې وچاودید.

عیني شاهدان وايي چې دغه سایکل له څو ساعتونو راهیسې بې مالکه ولاړ و، خلکو پولیس خبر کړل، کله چې پولیسو خلتې ته لاس کړ، ماین پرې وچاودیدو.

د والي ویاند وايي چې په چاودنه کې د ملي امنیت یو مامور وژل شوی او بل ټپي دی او د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات نه لري.

د بلخ ولایت د ملکي روغتون سرطبیب خواجه نور محمد فیض ویلي چې روغتون ته ۱ مړی او ۳ ټپيان راوړل شوي چې د دوو حالت د اندېښنې وړ دی.

دغه چاودنه د طاهري تجارتي مارکیټ مخې ته شوې چېرې چې شاوخوا ۳ میاشتې مخکې هم دې ته ورته چاودنه شوې وه.

تر دې مهاله د چاودنې پړه چا پر غاړه نه ده اخېستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x