نړۍ

اردن: ملک عبدالله هم دسياسي اصلاحاتو پريکړه وکړه

C1-N1داردن پاچا په تيونس او مصر کې دروانو پاڅونونو نه په انتباه سره په خپل هيواد کې دسياسي اصلاحاتو دراوستلو پريکړه کړيده.

دتفصيلاتو ترمخه اردن پاچا ملک عبدالله وروسته له دې چې په تيونس اومصر کې يې دواکمنانوپرضد د ولسي پاڅون زور وليد،نو يې مخکې له دې چې دواک کشتۍ يې دولسي غوسې په څپو کې توپاني شي،پخپل هيواد کې يې دګړنديو اوبيړنيو سياسي اصلاحاتو پريکړه وکړه.

نوموړي پدې موخه نن ورځ د لومړي وزير سمير الرفاعي حکومت له کاره ګوښه کړ او خپل پاخه درباري جنرال بخيت ته يې دنوي حکومت او پراخو اوژورو سياسي اصلاحاتو دراوستلو سپارښتنه وکړه.

دپاچا له دفتره په صادرسوي يوه بيان کې راغلي چې پاچا آن له پخوا لا غوښتل چې هيواد په ډيموکراټيکو آرونو سمبال کړي،اوس چې پاچا ددې کار موکه ترلاسه کړه نو دادی سم له لاسه يې دخپل ولس له غوښتني سره سم پدغه کار بريد وکړ.

ښاغلی معروف بخيت يو پوځي جنرال دی چې واردمخه دنظامي استخباراتو مشر اودپاچا دباور وړ کس پاتي شوی دی. نوموړی هغه مهال له پراخو نيوکو سره مخامخ شو چې د۲۰۰۷کال په بلدياتي ټاکنو کې يې دپاچا په ګټه پراخه درغلۍ ترسه کړې.

سره له دې چې پاچا دسياسي اصلاحاتو خپله پريکړه دتيونس او مصر له پاڅونونو سره تړلي نه بولي خو دهغه د دربار وزيرښاغلي عدنان عودة خبريالانو ته ويلي دي چې په تيونس کې راټوکيدلی د ملي پاڅون وايروس اوس ټولي عربي نړۍ ته مخ په خپريدو دی.

دنوموړي په وينا د اردن ملک عبدالله لومړنی کس دی چې ددغه وايرس له را رسيدا مخکې يې دسياسي اصلاحاتو پريکړه وکړه. خو له تيرو څو اونيو راپديخوا په اردن کې هم دحکومت داقتصادي تګلاري پرضد خال خال احتجاجونه روان وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x