خبرونهنړۍ

جاوید هاشمي: «عمران خان د پردي پلان له مخې لوبېږي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): مشهور پاکستاني سياستوال او د تحريک انصاف ګوند رئيس جاويد هاشمي وايي، چې عمران د بل چا پر لاسو د ليکل شوي پلان له مخې روان دی او دی نه پوهيږي، چې دا پلان ورته چا ليکلی، خو عمران خان پوځ او ستره محکمه دواړه بدنام کړل.

ښاغلی هاشمي د عمران خان د ګوند رئيس (د ګوند لارښود عمران خان دی) دی او پرون يې عمران خان سره له دې امله شخړه راغله، چې ټول ګوند پريکړه کړې وه، چې دولتي ودانيو ته به نه ورځي، مګر شيخ رشيد ورته په غوږ کې څه وويل او عمران خان د شيخ رشيد د پيغام له امله د ټول ګوند خبره پر ځمکه وغورځوله، د پارلمان او صدارت ماڼۍ پر لور وخوځيد.

جاويد هاشمي له هماغه ځايه احتجاجي ناسته پريښوده او خپل کور ته ولاړ.
ښاغلي هاشمي نن ماښام پارلمان کې خبريالانو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې عمران خان ستره محکمه بدنامه کړه او وايي، چې نوی قاضي القضات د دوی خپل سړی دی، سپتمبر مياشت کې به د نوازشريف حکومت ړنګ کړي او نوې ټاکنې به اعلان کړي.
هاشمي زياته کړه: «عمران خان وايي چې دوی له پوځ څخه پرته پرمختګ نشي کولای او بايد د پوځ په مشوره کار وکړي».
هاشمي د عمران خان له قوله وايي، چې دوی بايد طاهرالقادري سره يو ځای پر مخ ولاړ شي؛ ځکه چې نښانونو والا (پوځ) وايي، چې بايد دواړه يو ځای حرکت وکړي.

جاويد هاشمي وويل، چې د ګوند رهبري شورا عمران خان ته مشوره ورکړې، چې د شيخ رشيد له دسيسو ځان وژغوري، مګر دی د خپل ګوند خبره نه مني.

د تحريک انصاف رئيس ښاغلي هاشمي په زغرده وويل، چې عمران خان د بل چا لخوا د ليکل شوې دسيسې له مخې روان دی او دی نه پوهيږي، چې دا پلان ورته چا ليکلی، مګر د عمران خان د اوسنيو کړنو ټول زيان پوځ، سترې محکمې او ای ايس ای ته رسيږي.
هاشمي وايي: «زه هسې بې سببه نه يم خوابدی شوی، زما د خپګان تر شا ډېرې خبرې دي عمران خان غواړي، له ټولو پارلماني وکيلانو په زور استعفا واخلي او دا کار د يو ټاکل شوي پارلمان پر ضد ستر جنايت دی او دی به هيڅکله دغسې کړنې ونه زغمي».
جاويد هاشمي اعلان وکړ، که د عمران خان د کړنو په نتيجه کې پوځي کودتا وشوه، نو دی به يې غړی نه وي او له نوموړې دسيسې خپل براءت اعلانوي.

هاشمي پر نوازشريف هم نيوکه وکړه، چې نه يې د خلکو ژوند ښه کړ او نه يې د ولس د رايو استازيتوب وکړ.
د ښاغلي هاشمي له وينا سمدستي وروسته همدا شيبه د پوځ رسنيز دفتر څخه په خپره شوې وينا پاڼه کې وويل شول، چې پوځ له هر ډول سياسي مداخلو پاک دی او پوځ پر خپل حريم هر ډول لګيدلي تورونه ردوي.

د پوځ لخوا رسنيو ته په لېږل شوې وينا پاڼه کې راغلي، چې پوځ هېواد کې د يموکراسۍ پلوي کوي او د هیڅ ډول سياسي مداخلې اراده نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx