عبدالرب رسول سیاف

د پغمان امپراطوره توجه دې غواړم !

لیکوال: قاري حبیب

عبدرب الرسول سیاف صاحب! ستا هغې قلقلې مې په یاد دي، چې تیر کال دې د لویې جرګې په کیږدۍ کې د حق د لارې د سرښندویانو په اړه په تقریر کې کولې،زما فرض عین جهاد دې د قرآن او احادیثو د تحریف په زور غلط ثابتاوو، په والله بالله ثم تالله دې قسمونه خوړل، او په یمین غموس سره دې ویل چې : اینها ميفامند که جهاد فرض نیست. . . د بي دوه پنځوس طیارو په زور راغلی نظام دي شرعي نظام ثابتاوو، او دحق د لارې د هغو پاک زړیو اوسپیڅلو مجاهدینو په دار کیدل دې غوښتل چې یوازې د قرآن په ننګ ، یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ننګ، یوازې د مؤمن اولس او اسلامي هیواد په ننګ او یوازې دخپلو خویندو دناموس ساتنې په ننګ د درست کفر مقابلې ته دریدلي دي.

د آیساف مفتی صاحب ! تاسو چې له ځانه بي سرحده مفتي او صاحب نظر جوړ کړی راشه ددې څو کیسو سپیناوی او توجیه هم راته وړاندې کړه، چې ستا په ډالري اجتهاد او استنباط کې دې ته په کوم نظر کتل کیږي، او کوم شرعي تاویل په کې کیږي .

د سنبلې د میاشتې په لومړۍ شپه ستا دحکومت په پلازمینه کې ،چیرته چې اتیا زره د پولیسو، استخباراتو او پوځ عسکر د امنیت لپاره ګومارل شوي دي، دپغمان په سرک ستا دډلګۍ څو تنو اوباشو او کوڅه ډبو وحشیانو د سپیڅلو افغان میرمنو په ډله برید وکړ، دماښام په اتو بجو یي یوه ډله پاک لمنې ښځې له عامې لارې وګرځولې، د سرک د غاړې باغونو او کندو ته یې کړې، او دشپې تر ۲ بجو پورې یي نه یوازې امیلونه، غوږوالۍ ، لاسي ساعتونه او نور قیمتي اجناس ترې لوټ کړل، بلکې په ډیر وحشت یي په زور ډله ایزه بدفعلي هم ورسره وکړه، د پولیسو چارواکي په خپله اعتراف لري چې دا پیښه د ماښام په اتو بجو پیل شوې او دشپې تر دوو یي دوام کړی.

سیاف خانه ! دا پیښه په کومه دښته، کوم غره یا کومه اطرافي سیمه کې نه ده رامنځته شوې، بلکې دپلازمینې په زړه او ستا د امپراطورۍ په قلمرو یعنی پغمان کې پیښه شوې، شرعا چې د چا په کلي کې قتل وشي، نو دهماغه سیمې واکمن یي مسؤل بلل کیږي، دا پیښه هم ستا په سلطنت کې پیښه شوې ده، تاسو چې د فرض عین جهاد د غلط ثابتولو لپاره ګیډي تاویلات کوئ او ځان درته مفتی اعظم ښکاري، هیله ده چې دخپلو لونډه ګانو دې کړنو ته هم کوم پرتوګ پیدا کړئ.

تاسو په خپلو خبرو کې بیابیا حاکم امریکایي رژیم اسلامي حکومت بولئ او په وړاندې یي خروج ناورا عمل تعبیروئ، له دې به تیر شو، چې دا نظام چا راوست،څوک یي تمویلوي،دچا په راشن چلیږي،قانون یي کومې غیرشرعي مادې لري،مالي،پوځي، سیاسي او معنوي ملاتړ یي دچا لخوا کیږي په کومو پښو ولاړ دی او په تیرو دیارلسو کلونو کې یي مؤمن اولس په کومو غمیزو اړولی دی، راځه په همدې یوه مسئله لږ تم شو، آیا دکوم نظام په پلازمینه کې چې د مؤمنانو سر ، مال او ناموس خوندي نه وي، بلکې نظامي چارواکي په خپله د رعیت د ناموس لوټلو په جنایت کې ښکیل وي، هغه نظام شرعي صبغه موندلی شي،کله چې په پاک لمنو ښځو په پلازمینه کې ډلییز تیری کیږي، بالجبر زنا ورسره کیږي او حکومت ۶ ساعته غیرحاضر وي،آیا دا نظام د مسلمانانو دارادې ممثل او واجب الاتباع بللی شو؟؟

نور افغانستان پریږده راځه د همدې کابل چې ستا حکومت په کې واک لرلو دعوه کوي، يوڅو مثالونه درته ذکر کوم، چې دخلکو ناموس په کې څومره خوندي دی .

دلته د هغو څو تنو میرمنو خبرې درته رانقلوم ، چې دبي بي سي خبریالې زینب محمدي ته یي د زړه درد ویلی، چې د سیاف په پاچاهۍ کې یي له عزت سره په سپینه ورځ کومې لوبې کیږي .

ریحانه عزیزي ۳۱ کلنه افغانه او د ۳ اولادونو مور ده، وایي په کابل ښار کې د ښاري کوڅه ډبو له لاسه ترپوزې رسیدلې یم، افسوس کوم چې کاشکې ښځه نه وای زیږیدلې،کله چې په ټکسي کي سپریږم کوښښ کوم چې داسې ټکسی ته وخیږم چې سپین ږیری چلونکی یي وي، ځکه په ټکسي چلوونکو کې داسې لوفران شته چې د ښځو عزت لوټوي، یوه ورځ له یوه سپین ږیري ټکسي چلوونکي سره سپره شوم، څو کسان نور هم راوختل، ټکسي چلوونکي راته وویل دمخې په سیټ کې کېنه، زه هم مخې ته کیناستم خو لږ حرکت مو نه و کړی، چې د شا له سیټ څخه یو ښاري ولګرد لاس راوغځاوو، سخته وویریدم، هیڅ مي نه شو کولای له مجبورۍ له موټره ښکته شوم.

ناهید محمدي یوه بله میرمن وایي، سهار چې راپاڅیږم او کارځای ته ځم لومړي اندیښنه مې دا وي، چې د کوڅې دسر مغازه خلاصه نه وي او کوڅه ډب ځوانان په کې پنډ نه وي، ددې مغازې له مخې چې تیریږم، همدا کوڅه ډب ځوانان راته ډول ډول اشارې او خبرې کوي،خو دا یوازې یوځای نه دی بلکې په دې ښار کې چې ښځه له کوره راوځي، هرځای له داسې فاحش چلند سره مخ کیدلای شي، پخوا مې هڅه کوله چې شکایت وکړم او له دې حالته ځان خلاص کړم، خو کومه فایده یي ونه کړه نو اوس یوازې ځان ړوند او کوڼ اچوم او له صبر نه کار اخلم .

د تورپیکۍ په نوم ۵۱ کلنه میرمن وایي، چې په دې حکومت کې د ښار ښځې حتی له حجاب سره سره هم په امن نه دي، بي جلبه لوچک ځوانان ورته ډول ډول خبرې کوي، حتی که ټول ځان دې په حجاب کې پیچلی وي او یوازې لاس او پښې دې ښکاره شي، بیا به هم درته وایي چې واه واه څه لاسونه دې دي، څه پښې دې دي، او دغسې نور زشت کلمات درته وایي، دغو لوچکانو دا هیره کړې چې دوی هم مور او خور لري .

د مینا رضایي په نوم یوه بله ښځه وایي، چې هره ورځ د ښاري لوچکانو له داسې بد چلند سره مخ کیږم،په دې ښار کې ښځې خوندي نه دي، که کومه ښځه شکایت وکړي، نو خپله ملامته بلل کیږي او څوک یي فریاد نه اوري، ما فکر کاوو چې داحالت به ښه شي خو ورځ تر بلې خرابیږي.

ښاغلی سیاف ! دا هغه افغانې تورسرې دي، چې ستا د اسلامي حکومت (!) تر سیورې لاندې ژوند تیروي، په اسلام او افغانیت کې ترټولو حساسه مسئله د ښځو د عفت ده، چیرته چې دښځو عفت خوندي نه وي نو معلومه ده چې هلته د چا سر، مال او عزت هم خویندي نه دی او چیرته چې یاد شوي اقدار خوندي نه وي نودې حالت ته هرج ومرج ویلی شو ، چې په وړاندې یي پاڅون او دنجات هڅه لازم بلل کیږي ، چې دطالبانو لومړنی پاڅون هم په همدې شرعي بنیاد رامنځته شوی او ټول ملت او علماء کرامو یي شرعي تائيد کړی و.

سیاف خانه په دې هم ټول پوهیږي، چې دغه سورسترګي مجرمین چې په سپینه ورخ د خلکو په ناموس بلوسي، کوم خودسره یا بي ځواکه خلک نه دي، بلکې ټول یي یا ستا غوندې د جهاد شرمولیو ټوپکیانو زامن دي او یا هم له غربه د راغلیو وحشیانو اولادونه دي، چې دعزت او عفت په مفهوم نه پوهیږي.

سیاف خانه ! هیله ده چې ګونګه روژه ونه نیسې، لطفا د خپلو اوباش حکومت ددې کړنو په اړه هم یوه فتوا ورکړه، چې په کوم دلیل یي دخلکو په ناموس دغه حالت راوستی دی، لطفا خپل دې عمل ته هم یو شرعي دلیل او توجیه ولټوه ، چې ستا تر چپنې لاندې تیریږي .

فدایي مجاهدین پریږده ، هغوی په خپل حقانیت داسې یقین لري چې حتی سر پرې ښندلی شي،د خپل ګډوډ او فاسد رژیم د توجیه لپاره دې دلائل پیدا کړه چې ټولنیز هرج اومرج یي نه یوازې اوج ته رسولی بلکې رسمیت یي ورکړی دی.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
abdullah
میلمه
abdullah

قاري صاحب ډير مننه
ددې سړي څخه د غيرت تمه کول هسې خيال دا هغه پخوانی منافق سياف نه دی اوس په ښکار کفرمل سياف دی
دوی ولې په زنا او شرابو باندې بهره ونه کړي په همدې بند قرغه کې په رڼا ورځ شراب او سل قسمه فحشاوي تر سره کيږي ددې ځای امنيت چا نيولی او څوک ورباندې بهره دي .
څوک د منکراتو او فحشاء امنيت نيسي نو هغوی د خلکو د ناموس او عيزت څخه ځنګه دفاع وکړي .

ابراهیم
میلمه
ابراهیم

السلام عليکم و…. په دغو لوچکانو او لنډغرو کې، چې درې تنه يې تر اوسه نيول شوي دي، د جهاديانو او مقاومتيانو!؟! د لنډغرې ډلې د يوه مشهور لنډغر او د ملي امنيت د پخوانی رئيس امرالله صالح خورين هم شامل دی. بېګا شپه د کابل ولايت په غربي زون کې يوه برحال څارندوال سره مخ شوم، هغه يې راته ټوله کيسه وکړه، چې په نيول شوو کسانو کې يو نفر د امرالله صالح خورين (خواهرزاده) هم شامل دی. په کابل کې څه بلکې په ګرد افغانستان کې چې کومې بې ناموسۍ کېږي، دا ټولې همدغه د شر او فساد… نور لوستل »

Yousaf
میلمه
Yousaf

Dear Talib Jana,
Why You don’t go to Qargha for (Zanmargi)
In City you do Zanmargi a lot of Children & Sike people Killed But in ( Zana Khana & Sharab Khan ) nevr do Zanmargi Why?

غوربندي
میلمه
غوربندي

Mr. Joseph

سلام او احترام

فدایي مجاهدین په سیاسي فاحشه خانو باندې بریدونه کوي

کله چې سیاسي فاحشې ختمې شي، جنسي او ستا په شان قلمي فاحشې په خپله هدایت مومي ان شاالله

زه مطمین یم چی بیا به له خیره سره د خپلواک امن ساتونکي اسلامي نظام له سیاست سره سم اصلاحي تعلیقونه لیکی