مس عینک لوبډله بریا لمانځي

مس عینک لوبډله د شپږیزې ټورنمنټ اتله شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): شپږیزه ټورنمنټ چې د روانې وږي میاشتې په دوهمه نیټه پیل شوی و نن پای ته ورسید.
د شپږیزې ټورنمنټ پایلوبه د میس عینک او آمو لوبډلو ترمنځ وه.

میس عینک لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، چې د ګلبدین نائب په کې ډېر ښه ولوبېد او ویې کولای شوای چې د آمو لوبډلې ته د ۲۲۰ منډو سخت هدف ورکړي.

د بند امیر لوبډلې د لوبغاړو د سوځېدو په خاطر ټاکل شوی هدف پوره نکړای شو او د ۱۴ منډو په توپیر یې پایلوبه د میس عینک لوبډلې ته وبایلله.

په پایلوبه کی د میس عینک لخوا ګلبدین نائب ښه وځلېد او ویې کولای شوای چې د ۳۱ توپونو په بدل کې ۷۴ منډې جوړې کړي. د آمو لوبډلې لخوا محمد نبي عیسي خیل چې د لوبډلې کیپتان هم دی ښه وځلید او د ۸۹ منډو تر جوړولو وروسته د لوبې په حساسو شیبو کې وسوځېد.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د