نړۍ

پرمبارک نړيوال فشار مخ په زياتيدو دی

لويديځ مشرانو پmubarak_obamaه مصري ولس مشر غږکړی چې له پاڅون کونکو سره دي له نرمۍ کارواخستل شي.

دتفصيلاتو ترمخه دامریکا، برتانیې، فرانسې اوالمان مشرانو پرحسن مبارک  ږغ کړیدی چه دمظاهره کونکو پرخلاف  دقهر اوغضب څخه کار وانه خیستل شي بلکې دهغوي روا غوښتني دې ومنل شي.

دنړیوالو مشرانو غوښتنې په داسې حال کې په ډاګه کيږې  چې دمصرښارونه اوکوڅی له
مظاهره کونکو څخه ډکي دي او له حکومتي بندیزه سره سره دمظاهرو کچه ورځ تربلې زور اخلي.

له تیري سه شنبې راپديخوا دپولیسو اومظاهره کونکو ترمنځ په اخ اوډوب کی څه دپاسه ۱۰۰ کسه وژل شوي دي.
دشنبې په ورځ امريکايي ولس مشربارک اوباما له  خپلوملي امنیتي سلاکارانو او چارواکو سره بيړنۍ غونډه وکړه اودمصرپر روان کړکيچ يې غوروکړ.له غونډي وروسته دسپینی ماڼۍ ویاند وویل چې په مصري چارواکي دې له پاڅون کونکو او ولس سره په چلن کې  له صبراوزغم نه کارواخلي.ولسي حقونه دې په ټينګه په پام کې ونیول شي اودسیاسي هڅه دې وشي.

ورته څرګندوني دفرانسې، برتانیې اوالمان لخوا څخه هم بدرګه شوې، په یوه ګډه خبري ناسته کې ډاویډکیمرن، انجیلا میرکل، اونیکولس سرکوزی وویل چه په مصر کی باید په هرصورت کې دعامو خلګو په مقابل کې له دښمنۍاوقهر څخه ډډه وشی، عام خلګ دی پریښودل شي چې دخپلو حقونودلاسته راوړلو لپاره مظاهرې وکړي.
له حکومتي بندیزسره سره دشپی لخوا دښارونو کوڅې اوسړکان له مظاهره کونکو ډک پاتي شول، پوځ له خپلوزغره والو شوبلوسره په ښارکی ځای پرځای شویدی خوتراوسه پوری ناپيېلی  پاته دی اودیو طرف پرخلاف یی حرکت ندی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx