افغانستان

کونړ: ډرون ۳ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې د امریکايي ځواکونو په ډرون برید کې لږ تر لږه ۳ کسان وژل شوي.

پریس ټي وي د سیمه ییز چارواکو له خولې لیکلي چې دغه برید د دوشنبې په ورځ د  سرکاڼو ولسوالۍ د شونکړۍ په سيمه کې شوى دى چې له امله يې درې وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي زیاتوي چې وژل شوي کسان پاکستاني طالبان دي.

تر دې وړاندې هم امریکايي ځواکونو د طالبانو په تور د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې بمبارۍ وکړې او په ترڅ کې یې ۵۰ ملکي وګړي وژلي وو.

زیات شمېر دغه ډول بمباریو کې ملکي وګړي وژل کیږي.

څه موده وړاندې د بښنې نړیوال سازمان په یوه مستند راپور کې ویلي و چې امریکايي ځواکونو افغانستان باندې د یرغل وروسته زرګونه افغانان له کومې ګناه پرته وژلي. دغه سازمان زیاتوي چې دوی یو شمېر کسانو سره په دې اړه مرکې کړي او دوی کره لاسوندونه په لاس کې لري.

پریس ټي وي د راپور په اساس امریکايي ځواکونو چې په دې وروستیو کې یې د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې زیاتوالی راوستی، تېره اونۍ يې یواځې د افغانستان په ختیځ کې په بېلا بېلو سیمو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي.

امریکا اوسمهال په څو اسلامي هېوادونو کې په ناقانونه توګه د بې پېلوټه الوتکو پر مټ بریدونه کوي. دغه هېوادونه پاکستان، یمن، صومال او افغانستان دي.

که څه امریکا ادعا کوي چې دوی په بریدونو کې «ترهګر» وژني، خو په دغو ړندو بمباریو کې تر ټولو زیات زیان ملکي وګړو ته رسیږي.

په ملګي وګړو بریدونه د افغان حکومت او امریکايي ځواکونو تر منځ بې باوري پیدا کړې او ورځ تر بلې په زیاتېدو ده.

پریس امریکايي تلویزون لیکي چې که څه هم امریکايي ځواکونه او د هغوی اتحادیانو د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر په ۷مه پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو امارت يې ړنګ کړ خو د ۱۳ کلونو په تېریدو او د زرګونو خارجي ځواکونو شتون سربېره په افغانستان کې امنیت ورځ تر بلې خرابیږي او د طالبانو د نفوذ سیمې پراخېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x