جوزجان: د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ سخته نښته شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د جوزجان ولایت په قوشتیپې ولسوالۍ کې تېره ورځ د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ سخته نښته شوې.

راپورونه وايي چې یو لوی قطار د اکمالاتو، معاشونو رسولو او پولیسو د تبادلې لپاره روان و چې د طالبانو د کمین سره مخ شو.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په یو لوی پوځي قطار یې هغه وخت برید پیل کړ چې د قوشتیپې او درزاب ولسوالیو د اکمالاتو لپاره روان و.

مجاهد زیاتوي چې په برید کې ۱۰ عسکر وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی دولتي عسکرو ته د مالي تلفاتو د اړولو ادعا هم کوي او وايي چې «… بریدونه او نښتې ترماښامه وغزيدل چې له امله يې د دښمن ۲ ټانکونه، ۱۰ عرادې رينجر موټر بشپړ ويجاړ او يا نيمه تخريب شول».

مجاهد زیاتوي چې په دغه نښته کې ۲ طالبان وژل شوي او ۳ سرسري ټپیان شوي.

د طالب ویاند په وینا په دغه نښته کې ۲ عسکر هغه مهال ووژل شول چې خپل هوان پرې وچاودید. نوموړی وايي چې په برید کې ټولټال ۲۶ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دا په داسې حال کې چې پرون په نسبتاً ارام ولایت بلخ په مرکز مزارشریف کې د ملي امنیت پر کارکوونکو چاودنه وشوه چې له امله یې ۱ مامور و وژل شو او ۳ نور ټپیان شول.

د یادونې وړ ده چې په شمال کې د طالبانو وروستیو پرمختګونو او درنو بریدونو د دولت سره سره بهرني ځواکونه هم وارخطا کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د