د نن سرلیکنه

د ناټو په سر مشریزه کې د بسم الله خان د ګډون وجوهات ـ سرمقاله

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله: په پام کې ده چې د وږي د میاشتې په ۱۳مه نیټه د انګلستان په ولز ښارکې د ناټو سرمشریزه غونډه دائره کړای شي.

په یادې سرمشریزې کې به د امریکا پر ولسمشر بارک اوباما سربيره ، د المان لومړۍ وزیره انګیلا میرکل ،د انګلستان صدراعظم ډیویډ کمیرون او د ناټو تړون غړیو هیوادونو لومړی نمبر چارواکي هم ګډون كوي.

د غونډې اجنډا تر ډیره بریده د افغانستان مربوط سیاسي او امنیتي موضوعات دې خو د هغه ترڅنګ به د اوکراین وروستي جریانات هم تر بحث لاندې نیول کیږي.

دا چې د یادې سرمشریزې اساسي موضوع افغانستان دی ، نو ضروري ګڼل کیده چې د افغانستان په استازیتوب ورکې د افغانستان ولس مشرګډون کړی وای.

اوس چې په ناټو سرمشریزې کې د ولسمشر کرزي پر ځای د هغه د دفاع وزیر ښاغلی بسم الله خان مشارکت تجویز شوی،دا خبره له ملي، سیاسي او دیپلوماتیک لحاظه د تامل وړده.

ځکه که ولسمشر کرزي د خپل قانوني وخت دپایته رسیدو له وجې په یادې غونډې کې ګډون نشي کولای، نو همدا ملحوظ خو د هغه د دفاع وزیر په ګډون کې هم موجود دی ؛ځکه همدا دفاع وزیر خو د هماغه ولسمشر د کابینې غړی دی چې د هغه د قانوني وخت دتیریدو له کبله دهغه دکابینې رسمیت هم ختم شوی دی.

اوکه ولسمشر کرزی وايي چې دی د خپلو سیاسي ملحوظاتو له وجې په یاده غونډه کې ګډون نه کوي، دا خبره هم ناموجهه ده ؛ ځکه په قانوني لحاظ ولسمشر دخپل ولس د ټولو ملي مصالحو مدافع او استازی وي او د ولسمشرۍ د مسؤلیت پرمهال که نوموړی هر تصمیم نیسي د هغه لامل عامه ملي مصالح وي نه د ده شخصي مزاج اوذاتي غوښتنه.

اوس که ولسمشر له امریکایانو او ناټو تړون سره کومه ستونزه لري ، هغه د ده شخصي ستونزه نه ،بلکې د ټول ولس ستونزه ده ، اوکوم موقف چې دی د هماغې سونزې په خاطر د امریکایانو او ناټو په وړاندې نیسي هغه باید د ده د ټول حکومت موقف وي ، نه دا چې دی د ولسمشر په حیث د ناټو سرمشریزه تحریموي ، خو د ده د دفاع وزیر په یاده غونډه کې د افغانستان داستازي په حیث ګډون کوي.

که له امریکا اوناټوسره د کرزی اوسنی موقف واقعا هم د ده د خوښې موقف وي نو هغه نه قانوني حیثیت لري او نه دیپلوماتیک. اوکه دغه موقف پر نوموړی باندې جبرا تحمیل شوی وي ، بیاهم د ناټو په سرمشریزه کې د ښاغلي بسم الله خان مشارکت له هیڅ ملي او قانوني حیثیته نه دی برخمن؛ ځکه ښاغلی بسم الله خان په داسې یوې منفورې ډلې پوري تعلق لري چې افغان ولس هیڅ کله نه غواړي د یادې ډلې افرادو ته دا صلاحیت ورکړي چې د دوی په استازیتوب په نړیوالو غونډو کې ګډون وکړي ، هغوی یو ځلې د بن په غونډه کې تجربه شوي چې یواځې د خپلې بقا لپاره یې د امریکایانو په مټ پر ولس ځان تحمیل کړ چې ولس تر اوسه پوري د هغه نامشروع تحمیل له وجې کړیږي. اوس که بیا دې ډلې(شمالي ټلوالې) ته د بهرنیانو په اشاره او غوښتنه په نړیوالو غونډوکې د مشارکت صلاحیت ورکول کیږي دا په هیڅ صورت د افغانستان د ثبات لپاره ګټه نه لري ، بلکې د ګټې پر ځای افغانستان نور هم له ګډ وډي او بي ثباتي سره مخ کوي، چې دا کار په هیڅ صورت افغان ولس ته د منلو وړنه دی.

د نن ټکی اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ټولو ته سلام او احترام

همدا جنایتکاره ټلواله د اشغال په ټولو کلونو کې د تصمیم ګیری لومړی او وروستی مرجع وه او ده کومې څیرې په تیره بیا ذلیل پښتانه یی چې په نمایشي مقامونو نصب کړي وو او دي یوازې د وولس د غولونې لپاره وو او وي به.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x