نړۍ

د مسجد نبوي امام: د کفارو پر ضد جنګيدونکي کسان د اسلام اصلي بچيان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د نبوي مسجد امام الشيخ الدکتور محمد ناصر السحيباني وايي «جهاد به تر قيامته روان وي د هر نيک او فاجر سړي په ملګرتيا کې جهاد کولای شو.

حتا فاجر سړی هم چې جهاد کې رښتونی وي او خپل فسق يې يوازې تر ده پورې محدود وي، نو د داسې فاسق مشر په ملګرتيا کې هم جهاد کولای شو.»

د يو سوال په ځواب کې چې عراق، سومال، افغانستان او نورو هېوادونو کې جنګېدونکې ډلې خوراج دي؟ شيخ محمد ناصر زياته کړه، چې دوی هيڅکله خوارج نه دي، بلکې دوی د اسلام رښتوني بچيان او اصلي مجاهدين دي، چې د ښکيلاکګرو او کفارو پر ضد جنګيږي.

شيخ ناصر وايي، چې « تاسې په خپله جهاد نه کوئ او مجاهدينو پسې مو خولې پرانستي، ايا تاسې له الله تعالی نه ويريږئ؟ او دا کوم خلک چې مجاهدين خوارج بولي، نو ايا دوی د اميرالمؤمنين پر ضد پاڅون کړی؟ نه هيڅکله نه. بلکې دوی د کفار او د هغوی د غلامانو پر ضد پاڅون کړی، چې د دوی د دين، مال او ځانونو دښمنان دي.

شيخ ناصر په خپله خطبه کې وويل، چې اسلامي امت له جهاده پرته خپل حکومت نشي راوستی او تر هغو به ذليل وي، چې جهاد يې خپله اساسي دنده نه وي بللي.

پر هغو علماوو يې هم نيوکه وکړه، چې جهاد بايد واکمن او پاچا اعلان کړي.

شيخ زياتوي « د هغو حاکمانو څخه څنګه د جهاد تمه کيدای شي، چې د جهاد له کلمې سره حساسيت لري او غواړي دغه کله له قاموسونو هم وباسي. حاکمان د خپلو واکونو او نړيوالو قوانينو له امله د جهاد نوم په خوله نشي اخيستی. څوک چې نړيوالو قوانينو ته پر اسلامي احکامو ترجيح ورکوي او هغه ورته سپيڅلي ښکاري، نو دا کار ښکاره ګمراهي او کفر دی»

شيخ ناصر د خپلې خطبې په ترڅ کې له خلکو وغوښتل، چې مجاهدينو ته دعا نشئ کولای، نو لږ تر لږ خپلې خولې خو مو د کفر په پلوۍ د مجاهدينو پر ضد مه پرانيزئ.

شيخ ناصر السحيباني له علماوو وغوښتل، چې حق خبره بايد پټه نه کړي او د علماوو له لاسه له خلکو حق او باطل ورک دي او هغه علماء، چې واکمنو او پاچاهانو ته نژدې وي، له الله تعالی دې وويريږي او حق دې نه پټوي.

شيخ دکتور ناصر السحياني وتلی عالم او مفسر دی. په نبوي مسجد کې د تفسير او اسلامي علومو استاد دی او له دې مخکې د مدينې منورې اسلامي پوهنتون کې د شرعياتو پوهنځۍ ريس وه.

د روسي ښکېلاک پر مهال يې افغانستان کې جهاد هم کړی او ټول سعودي عربستان کې پر دې مشهور دی، چې حقه خبره کوي او په دې اړه د هيڅ حاکم له زور او جبر څخه نه ويريږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x