افغانستان

طالبان: نږدې پنځه سوه دولتي کارکوونکي راسره یو ځای شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په خپل میاشتني راپور کې ویلي دي چې په تېره میلادي میاشت کې ورسره څلورسوه نوي دولتي مامورین یو ځای شوي دي.

د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د دوی دعوتي کمیسیون په تېره میاشت کې څلور سوه نوي «بااحساسه» هېوادوال له دولتي دندو لاس پر سر کړي  او د دوی ملګري شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې تسلیم شویو دولتي مسوولینو چې ډېری يې په نظامي برخه کې په دندو بوخت و، له ځانو سره ګڼ شمېر مهمات هم طالبانو ته ور وړي دي.

وړاندې وايي چې دوی د تسلیم شويو ځوانانو دغه نېک اقدام وستایه او په پر انعامونو او يې ونازول.

طالبانو په خپله رسمي برېښنا پاڼه کې د هېواد له څلور دېرشو ولایتونو نه د تسلیم شويو دولتي مسوولینو لنډ شهرت، هستوګنځایونه او د دوی د دندو ځایونه په ګوته کړي دي.

یاده دې وي د طالبانو دغه ډول لارې په افغان امنیتي ځواکونو کې د طالبانو په وړاندې باور پیدا کړی دی او اوس ډېری په نظامي برخه کې بوخت ځوانان د طالبانو له لوري پر دې ډاډه شوي چې که تسلیم شي، نو د خوندیتوب ضمانت به يې کېږي.

د نظامي چارو د شنونکو له نظره د طالبانو د دعوتي کمیسیون دغه ډول راپورونه په افغان دولت کې لا بې باوري پیدا کوي او د نظامي ځواکونو روحیه لا کمزورې کېږي.

یاده دې وي چې طالبانو د خپل دعوتي کمیسیون په تېرمیاشتني راپور کې هم د سلګونو دولتي مامورینو د تسلیمۍ خبر ورکړی و.

دولتي مسوولین د طالبانو د میاشتنیو راپورون اړوند چوپه خوله دي، خو په تېره میاشت کې يې په غور، بادغیس او ننګرهار کې طالبانو ته د ګڼو دولتي عسکرو د تسلیمۍ راپورونه تاید کړي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x