افغانستان

روزګان: په لسګونو امنیتي مرکزونو بریدونه پیل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار د روزګان ولایت په دهراود ولسوالي کې په لسګونو دولتي امنیتي مرکزونو د طالبانو له لوري پراخ ډله ایز بریدونه پیل شوي دي، چې لاهم روان دي.

تر اوسه دولتي سرچینو رسنیو ته څه نه دي ويلي، له سیمې نه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې چې ګڼو طالبانو د دهراود په ګوهرګین، دوان، سیاه سنګ، خارخورده، چمبرک، یخدان او کشي سیمو کې سیمو کې تر څلویښتو زیات امنیتي مرکزونه او پوستې تر برید لاندې نیولې دي.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي هم د دې پراخو بریدونو پخلی کړی  او ويلي يې دي چې د دهراود په بېلابېلو سیمو کې له سپکو او درندو وسلو نه په ګټه تر څلویښتو ډېر امنیتي مرکزونه تر برید لاندې کړي او لا هم جګړه په شدت سره روانه ده.

د طالبانو د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د دوی په امر تر جګړې لاندې سیمه کې به د اته څلویښتو ساعتونو لپاره هیڅ مخابراتي شبکه کار نه کوي.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم د روزګان له دهراوده د جګړو او نښتو راپورونه ورکړل شوي وو، خو دهراود د داسې پراخ برید لومړی ځل شاهد دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x