دټونس داسلامی ګوند مشر خپلی خاوری ته راوګرځیدی

tuniss_islamisدټونس اسلامی ډلی جلاوطنه مشر وروسته له ۲۲کلو جلاوطنی څخه خپلی خاوری ته راورسیدی.

ښاغلی رشيد الغنوشي په داسی حال کی دټونس وهوایی ډګرته له لندن څخه راورسیدی چه له ۱۰۰۰څخه زیات خواخوږی یی هرکلي ته ورغلی وو.

رشید الغنوشی چه عمر یی د ۶۹ کلو په شااوخوا کی دی وایي چه دده ګوند به دهغو خلګو دارمانونو لپاره کاروکړی چاچی بن علی تیښتی ته مجبوره کړ.

ځیړونکی وایی چه دنوموړی راتګ دهغه بدلون یوه څرګنده بیلګه ده، دکوم بدلون لپاره چه مظاهره کونکو شعارونه ورکول.
اودموقتی حکومت دهغوادعاوو ښکارندویه کوی کوم چه ویل به یی نوربه سیاسی ګوندونه کولای شی خپل ګوندونه ثبت کړی اوسیاسی بندیانو ته به عامه بښنه اعلان شی.
ښاغلی رشید الغنوشی هغه وخت له ټونس څخه وتیښتیدی چه کله دبن علی له طرفه دنوموړی دنیولو امروشو، اوورسته دده په غیاب کی نوموړی په ابدی بند باندی محکوم شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د