افغانستان

ننګرهار: غني خيلو کې سرتېري بريد پوليسو او اربکيانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولايت غني خيلو ولسوالۍ کې د پوليسو او اربکيانو پر کډ کاروان سرتيري بريد شپاړسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار ولايت وياند احمد ضياء عبدالزی وايي، چې د غني خيلو ولسوالۍ ۲۷ ويالې سيمه کې د پوليسو پر هغه کاروان سرتيری بريد شوی، چې غوښتل يې د طالبانو پر ضد پوځي عمليات وکړي.

عبدالزی وایي، چې نوموړې پېښه کې يو ملکي وګړی او پوليس ټپيان شوي دي.

د پېښې له ځايه يو عيني شاهد نن ټکی اسيا سره په خپلو خبرو کې وويل، چې ۲۷ ويالې سيمه کې پوليس او اربکيان د طالبانو پر ضد د عملياتو لپاره روان وو، چې لاره کې پرې د طالبانو لخوا سرتيری بريد وشو.

د عيني شاهدانو له قوله په دغه بريد کې شپږ امنيتي کسان وژل شوي او له لسو زيات ټپيان دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې د اوسني بريد مسؤوليت منلی او وايي، چې دغه سرتيري بريد کې شپږ پوليس او اربکيان وژل شوي او لس تنه ټپيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x