افغانستان

راسموسن: په افغانستان کې له خپلو کړنو راضي یو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د ناټو سازمان سرمنشي اندرس فوګ راسموسن وايي چې په افغانستان کې مو هغه څه وکړل چې غوښتل مو.

نوموړي پرون د بلجیم په بروکسیل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې دوی په افغانستان کې هغه څه وکړل چې غوښتل يې، د نوموړي په خبره له افغانستانه مو د نړیوالو ترهګرو ځالې لرې کړي، پوځ مو جوړ کړ او افغانستان مو پیاوړی کړ.

راسموسن وویل چې دوی به له افغانستان سره اوس یو نوی باب پرانېزي چې ښايي دوه ورځې وروسته په ویلز کې پرې بحث وشي.

نوموړي د افغان پوځ ستاینه وکړه او ويې ویل چې دوی کولای شي په یوازې توګه په سیمو کې عملیات وکړي. او د امنیت په خوندیتوب کې کار وکړي.

که څه هم ناټو سازمان په افغانستان کې د پوځ جوړونه یوه لویه لاسته رواړنه بولي، خو د پوځی چارو ماهرین په دې نظر دي چې په پوځ کې را یو ځای شوي ځوانان ډېری د اقتصادي مجبوریتونو له مخې دې دندې ته حاضر شوي دي، ځکه خو د ځینو راپورونو په اساس په میاشت کې آن سلګونه تنه یا دندې خوشي کوي یا هم له طالبانو سره یوځای کېږي.

ویل کېږي چې راسموسن به د نوي باب اړوند د ناټو په راتلونکې سرمشریزه ناسته کې چې راتلونکې پنجشنبه ـ جمعه د بریتانیا په ویلز ښار کې به پیل شي، معلومات وړاندې کړي.

یاده دې وي چې دې ناستې ته له افغانستانه د دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي د افغان استازي په توګه ور پېژندل شوی، چې ځينې يې ورپېژندل د ولسمشر نامناسبه پرېکړه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x