افغانستان

عطامحمد نور: حکومت په زور نیسو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د بلخ والي او جمعیت اسلامي د اجراییه شورا رییس عطامحمد نور وايي چې د نارنجي حرکت څخه يې مانا دا ده چې حکومت به په زور نیسي.

د بلخ والي پرون د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې پر خپلو پلویانو غږ کړی و چې د شنو او نارنجي خوځښتونو د پیل لپاره لازم اقدامات وکړي.

عطا محمد نور هغه مهال څه ونه ویل چې دغه خوځښتونه څه يې مراد څه دی، خو نن یې بیا د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي چې نارنجي خوځښت معنا د حکومت په زور نېول دي.

نور زیاته کړې چې د شین خوځښت معنا کوڅو او سړکونو ته د خلکو راوتل او مدني اعتراضونو کول دي او نارنجي خوځښت بیا په زور د دولتي تاسیساتو نیول او بیا په زور د حکومت نېول دي.

عطامحمد نور چې د تېرو ۱۳ کلونو راهیسې د بلخ والي او د ولسمشر هیڅ فرمان نه مني د پخواني جنګسالار جنرال ملک سره نن د ټاکنیزو شخړو په اړه کتلي.

عطا محمد نور له پخواني جنګسالار او د زرګونو افغانان په وژنه تورن جنرال ملک سره نن د هغه په کور کې وکتل
عطا محمد نور له پخواني جنګسالار او د زرګونو افغانان په وژنه تورن جنرال ملک سره نن د هغه په کور کې وکتل

په دغه لیدنه کې جنرل ملک چې د زرګونو افغانانو په وژنه تورن دی عطا محمد نور ته ډاډ ورکړی چې په هر حال کې به د دوی ملاتړ کوي.

عطا محمد نور خبرداری ورکړی چې د شنو او نارنجي خوځښتونو د عواقبو مسوول به هغه کسان وي چې په «ټاکنو یې ملنډې» وهلي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې ولسمشرۍ ته نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله ویلي و چې که بریالی اعلان نشي موازي حکومت به اعلان کړي.

خو نوموړي بیا د موازي حکومت خبره د هغې وروسته یاده نه کړله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د ورتګ خبره ډاکتر عبدالله ته وکړه.

که څه هم دوه ځل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر وکړ او د دواړو نوماندان يې پر یو ایتلافي حکومت سره پخلا کړل خو سربېره پر دې هم د عبدالله ټيم خپله ماتې نه مني او په زور د حکومت نیولو ګواښ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد ظاهر

دغو خاینانو خپل خدای هیر کړی چی د حشر په ورځ به انشاالله دی اتلسوززو قومونو او خدای په مخ کی شرمیدلی او خیجیله وی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x