افغانستان

د ټاکنو کمیسیون: یوازې لس سلنه رایې پاتې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د ټاکنو کمیسیون مسوولین وايي چې د رایو د بیا څېړنې او شمېرنې په پروسه کې یواځې لس سلنه رايې راپاتې دي.

د ټاکنو کمیسیون ویاند نورمحمد نور نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې تر اوسه پورې د ۲۰۵۰۱ صندوقونو رایې څېړل اوشمېرل شوې دي، چې د ټولو رایو نوي سلنه جوړوي.
نورمحمد نور وايي چې له ۲۲۸۲۸صندوقونو نه يوازې ۲۳۲۷ صندوقونه پاتې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې د رایو د تفتیش د پروسې د پای ته نږدې کېدو خبر ورکړ، چې د ټاکنیزو ناندریو یو لوري د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډلې پرون ماسپښین خبرداری ورکړ چې که د سه شنبې ترماسپښینه د دوی غوښتنې ونه منل شي دوی به جدي او قاطع تصمیم ونیسي.

پرون د اصلاحاتو او همپالنې ډلې ویاند فاضل سانچارکي وویل چې که چېرته په څلورویشت ساعته کې د دوی غوښتنې ونه منل شي نو دوی ته به هر ډول پایلې بې معنی وي.

بل پلو د اصلاحاتو او همپالنې ډلې پلوی او د بلخ والي عطامحمد نور پر خپلو پلویانو غږ کړی چې پاڅون ته دې تیار اوسي.

د هېواد ټاکنې لومړی ځل د روان لمریز کال د وري په شپاړلسمه ترسره شوې، چې د پنځوس جمعه یو رایو د نه پوره کېدو له امله ټاکنې د دوو مخکښو نوماندانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ دیوم دور ته لاړې.

افغان ټاکنې په دویم پړاو کې د جوزا په څلورویشتمه ترسره شوې چې لا يې هم د پایلو برخلیک ناڅرګند دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x