د جهاد پر خلاف اوه (۷) فتني

ژباړه: جابر نعماني
د الله جل جلاله په لارکي له جهاد څخه د راګرځوونکو فتنو شمير ډير زيات دي،مونږ يې د خلاصي په طور د اوو يادونه کوو، چي لومړي درې د جهاد خلاف علمي فتنې دي، او څلور اخرني يې عملي فتنې بلل کيږي.

۱: له جهاد څخه د انکار فتنه: بعضي خلګ ځانونه مسلمانان ګڼي لاکن له جهاده صريح منکر دی، او وايې اوس جهاد نه مشروع دي، او نه هم ممکن، حالانکه د امت اجماع ده چي، جهاد د لمونځ په څير دی، او منکر يې کافر دی.

۲: له اقدامي جهاده (چي اصلي جهاد دی) د انکار فتنه ده: دغه خلګ په ظاهره خورا دينداره ښکاري، لاکن د کفارو له اعتراضاتو مرعوب وي، دوی د اسلام د يوې اهمي شعبې او فرض نه منکر دي، او د اسلام د فخر وړ تاريخي واقعاتو باندي يې د معذورت او پښيمانتيا خاوره اچولې، په حقيقت کي دوی د جهاد مکمل منکرين دي، لاکن دا چي دوی بې همته دي نو يې د تاويل لمن نيولي او له اقدامي جهاد څخه انکار کوي کوم چي له قرآن، او احاديثو نه ثابت دی، د کوم جهاد تصديق چي د نبي صلی الله عليه وسلم له عمله کيږي، او د صحابه کرامو، او اسلافو له کړنو هم تصديقيږي، بدبختانه دغو اسلام محدود کړيدی، خپله يې هم ځان د جهاد غوندي ستر نعمت څخه محروم کړي، او د نورو د راګرځولو لپاره هم پښي لاسونه وهي، الله دي عقل ورکړي، او هدايت دي ورته وکړي.

۳: د جهاد په آياتونو کي معنوي تحريف: څرنګه چي يهودو د توراة په ايتونو کي معنوي تحريف کاوه، يعني الفاظ به يې سم ويل، ترجمه به يې هم سمه کول، لاکن د تشريح پر وخت به يې له ځانه شيان په ګډول، او غلط تفسير به يې کاوه، بالکل همدا شان نن د جهاد آياتونه سم تلاوت کيږي، ترجمه يي هم سمه کيږي، ليکن د جهاد لفظ هغه مطلب نه بيانوي کوم چي محمد صلی الله عليه وسلم بيان کړی وو، او نه د صحابه کرامو په څير زده کيږي، او نه ښودل کيږي، د جهاد مطلب به ډير واضح وو، ماشوم، ستر، او بوډا د ټول ورباندي پوهيدل، د جهاد لفظ مطلب او معني ډيره واضحه ده، د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وخت کي به چي د جهاد لفظ ياد شو، نو مطلب به يې د اسلام له دښمنانو سره د جنګ وو.
دا د جهاد خلاف درې علمي فتني دي، لوستونکيه! شاوخوا اوګوره او فکر وکړه! هسي نه دغو فتنو له جهاد څخه راګرځولي ياست! که مو تر سترګو شول، نو بالفور يې علاج وکړی، په ياد مو وي، که دهقان د خپل فصل به مينځ کي بېکاره واښه لمينځه يونسي نو فصل يې له حاصله ولويږي، همدغه رنګ جهاد د مسلمانانو د بري، عظمت، او برم راستنولو يواځنی لار ده، بعضي فتني د جهاد ريښي له بيخه پري کول غواړي، اصلاً هغوی اسلام مغلوب، او مسلمان مظلوم ليدل غواړي، د دغو فتنو فوراً تدارک وکړه، ترڅو د جهاد غوټی ګل شي، او اسلام ته بيرته عزت، رعب، او بري ورکړي، او مسلمانان د ارام ساه واخلي.

تر کومه ځايه چي د جهاد خلاف د عملي فتنو شميره ده نو هغه څلور دی.
۱: بې علمي، او بد عملي: د مسلمانانو زيات شمير وګړي د دنيا، او خپل ښه راتلونکي په ترتيب، او لاسته راوړني بوخت دي، اخرت ترې هير دي، خپل تشخص او ايماني ذمه دارياني يې هيري کړي، دا خلګ د دنيا په غلاظت کي نښتي، دنيا پسي ليوني شوې، د جهاد خواته ورفکر کيږي هم نه، د مسلمانانو پر دې ځوريدلي حالت يې سترګي پټي کړي، نه د خپلو خويندو او ورڼو آه او فرياد اوري، او نه يې په خيال کي راګرځي، دغه رنګ خلګو ته سړي دعا وکړي، او که ښيرا ؟ د صحيح مسلمان جوړيدو دعوت ورکړي، او که يې د بې غوري په زندان کي بندي پريږدي؟ ځکه هغه له اسلام څخه ډير ليري تللي، هغوی خو د جهاد څه چي د اسلام د نورو فرائضو هم په قصه کي نه دي، دا فتنه عامه، او ډير خلګ پکښي مبتلا دي، د ډيرو مسلمانانو د جهاد اړوند معلومات کم دي، او يا د هغوي بدعملي هغوی له جهاد څخه راګر ځولي وي، په عياشي، او دنياطلبي يې د ژوند مقصود هير کړي وي، او ګناهونه کوي.

۲: دا فتنه پر هغو خلګو مسلطه ده چي وايې جهاد د بل مخلوق کار دی،زمونږ نه ايمان د صحابوو په شان دي، او نه د هغوی په څير شجاعت لرو، او نه دا زمانه د جهاد ده، ځکه هغوی د جهاد متبادل څو کارونه کتلي، هغه جهاد ګڼي او بس، د چا په نزد پر سړکونو مظاهري، او جلسي جهاد دي، او د چا په نزد اعتصاب، او بوک هړتالونه، او د چا بيا مسلمانانو ته د کلمي ښودل، او بستره ګرځول د جهاد ځای نيسي، هغوی بايد پوه شي، که د اسلام پرزي په خپله خوښه دغه شان تبديل شي، نو بيا د لمونځ، روژې،حج او زکاة، هم متبادلي لاري ميندل شروع کيږي، او له دې سره به د اسلام مکمل تعديل ته لاره هواره شي.

۳: فتنه په اوسنيو جمهوري نظامونه کي جد وجهد کول، او له جهاده افضل ګڼل دي: حالانکه جمهوريت، يا ډيموکراسي يا خو کرزي راولي، او يا اشرپ، او يا شکريه، په ټوله نړی کي هيڅ جمهوريت اسلام نه راولي، او نه يې راوستلي شي، خصوصا زمونږ په هيواد کي خو د جمهوريت په ترو انقلاب راوستل هلته امکان درلودای شي چي فرشتې له اسمانه ووټ اچولو لپاره راکښته شي، کني عوام، او خلګ خو غاصبينو، او ځناورانو ته ووټ ورکوي، مسلمانانو ته سياسي خوځښتونه هم مهم دي، به دغه ډګر کي هم بايد هلي ځلي وشي، ليکن دا خيال له زړه ويستل ډير ضرور دي چي ګوا اسلامي نظام د جمهوريت له لاري نافذيدايشي، کله چي دا خيال له زړه ووځي نو بيا به د جهاد لاري خلاصي شي، کومي چي په لوي لاس بندي شويدی.
۴: په فروعي مسائلو کي مناظري او مناقشې: دا فتنه د انګريزانو له لوري پر مونږ په خصوصي طور مسلطه شويده، مسلمانان يې په همدغو مسائلو بوخت ساتلي، او له جهاده يې غافل کړيدی، د مسلمانانو سره چي کوم قرآن دی د آياتونو تعداد يې شپږ زره، شپږه سوه، او اوه شپيته دی، د احاديثو شمار د امام بخاري په قول: هغه ته شپږ لکه احاديث ياد وه، يو لک احاديث يي صحيح وه، له يو لک احاديثو نه امام صاحب صرف اوه نيم زره احاديث پخپل کتاب صحيح بخاري کي ذکر کړيدي، د مسلمانانو د عمومي فقهی مسائلو تعداد د کومو تخريج چي حضرت امام ابو حنيفه پخپله کړی وو دوولس لکه دي، د اسلام معاشي، اقتصادي، عدالتي، حکومتي، او دفاعي احکاماتو باندي په لکهاوو پاڼی ليکل شوي دي، ليکن بعضي نافهمو، او خرڅ شويو خلګو دومره وسيع اسلام يواځي په څو مخصوصو مسائلو کي محدود کړيدي، او په همدغو څو مسائلو باندي د مسلمانانو بې پناه طاقت مصرفوي، د رفع يدين، فاتحه خلف الامام، آمين بالجهر، اته رکعاتو تراويحو، او د دريو طلاقو غوندي مسائلو باندي څيړني کيږي، خلګ تربيه کيږي، او د تحريفونو جاري ساتلو لپاره په لکهاوو، او کروړهاوو خرچي کيږي، د همدې مسائلو په نوم اداري جوړيږي، د اربونو پيسو بجټ ورته ټاکل کيږي، فتنه خوښوونکي مناظر رابلل کيږي، او له پيړيو د جهاد او خلافت د علم ساتونکو اهلسنت والجماعت احنافو ايمان پر دغو څو مسائلو تلل کيږي، او هغوی په لکهاوو پيسو چيلنج کيږي، څرنګه چي ډير مسلمانان په همدغو مسائلو باندي بحث جهاد ګڼي، او هغوي د مسلمانانو سره پر دغه مسائلو دومره جنګيږي، او بد وړي چي له کفارو سره د جنګ، او جهاد سوچ يې په ذهن کي هم نه راګرځي.

دا څلور علمي فتنې وي، اوس نو لوستونکيه! لږ په غور فکر وکړه، او ځير شه له خپلو څلورو لوريو حال واخله، ته خو به په کومه فتنه کي مبتلا نه يي!؟ که چيري د کومي په جال کي ګيري يې نو بيړه وکړه پر ځان اختېار خپل کړه، د بل پر فيصلو اکتفاء مه کوه، ښه په نره ودريږه، او د شيطانانو مقابله وکړه، په جهاد ځان پوه کړه، او خپل ځان مو د جهاد لپاره رامخ ته کړه، خلګو ته د دجهاد بلنه ورکړه، خلګ تشويق کړي، او په تقدس يې وپوهوه، او په دغه لار کي مال خرڅ کړه،هغه هيڅکله نه ضايع کيږي، ځکه جهاد د مسلمانانو د عظمت او بري يواځني لار ده.

دکار په خلګو د بېکاره خلګو هم کار جوړ وي، بعضي يې د غيبت په کار بوخت وي، او بعضي يې بيا د صفت په کار اخته وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د