مصر:پوځ دمبارک پرضد دملت خوا ونيوله

husni_mubarakنن ټکی اسیا:

په مصر کې دحسني مبارک د دکتاتوري رژيم پرخلاف راپاڅيدلي خلک نن سه شنبه د مليوني مارچ لپاره تياری نيسي.له بل پلوه ددغه هيواد پوځ دپاڅون کونکو خلکوپرخلاف له هرډول اقدامه د ځان ساتلو اعلان کړی دی.

ښاغلی مبارک له حتمي سقوط نه دخپل نظام دژغورلو په نيامت په وروستيو هلو ځلو لګيا دی

دتفصيلاتو له مخې په مصر کې دمبارک د استبدادي رژيم پرخلاف دولسي پاڅون نن اومه ورځ ده.

بغاوت کونکو اعلان کړی دی چې هغوي به نن دمبارک دراپرځولو دهڅو په لړ کې دمليونونو په شمير کې دقاهرې او اسکندريې واټونو ته راووزي. مصري پاڅون کونکي بيګاه شپه هم له خپلو کورونو دباندي په پارکونو اوسړکونو کې پاتې شول او داخوان المسلمون او نورو مخالفو ډلو په زرګونو داوطلبه کارکونکو دمليوني مارچ لپاره تابيا نيوله.داسې ګومان کيږي چې دغه مارچ به نن سه شنبه پيل شي.

ددغه مارچ لپاره وار دمخه په جوماتونو اودمسيحيانو او اقباطو په کليساګانو کې اعلانونه ترسره شوي وو.له دې پرته دانټرنټ او موبايل مسيجنګ له لاري هم په مليونونو خلکوته په مارچ کې دګډون بلنه ورکول شويده.

 

دنړيوالو رسنيو له راپورونو سره سم داسې ښکاري چې دمصر داړو دوړ يواځينی حل اوس دمبارک درژيم ړنګيدل او دهغه له واکه ليري کيدل دي.دمصر حکومتي اوولسي ورځنی ژوند اونظام سره ګډ وډ شوی دی.

له تيري يوې اونۍ راپديخوا ټول حکومتي دفترونه،محاکم او ښوونځۍ تړل شويدي.نن سهار وختي دمصر ريل ګاډي او هوايي چلن هم خپل فعاليتونه په ټپه درولي دي،پداسې حال کې چې کاناډا او امريکايانو له دغه هيواد نه دخپلو اتباعو دايستلو کارونه نور هم ګړندي کړيدي.

په پام کې نيول شويده چې دمليوني مارچ په ترڅ کې به لومړی په پاڅون کې دوژل شویو خلکو غايبانه جنازه ترسره کيږي اوله هغه وروسته به له خلکو وغوښتل شي چې دمبارک درژيم پرخلاف دفشار دلازياتوالي په موخه ترنامالومه مودې پوري کاربندي پيل کړي.

ددغې ممکنه کاربندي له ويري پرون ورځ مصري ولس خپل داړتيا وړ شيان له بازارونو نه پيرودلي دي.

 

له بل پلوه مصري پوځ اعلان کړی چې هغوي به دمبارک رژيم په ملاتړ دخپل ملت پر ټټر يوه مرمۍ هم فير نکړي.دمصري پوځ د لوی درستيز له دفتره خيره سوي يوه بيانيه څرګندوي چې مصري پوځ دولس دغوښتنو په مشروعيت ايمان لري او داچې څوک دې تمه نکوي چې مصري پوځ به دچا دواک دساتلو لپاره دخپل ملت سينې ته ټوپک ونيسي.

ويل کيږي چې دا لومړی ځل دی چې پوځ په خورامحتاط ډول له پاڅون کونکو نه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.خوشنونکي پدې باور دي چې مبارک دمصري پوځ داعلاسرقومندان دنده هم لري او کيدای شي هغه په پای کې له خپل دغه دريڅه په استفادې سره پوځ اړباسي چې دولس پرخلاف دريځ خپل کړي.

خو دمصري پوځ مشران پوهيږي چې پوځ په ولسي ليکو کې له خورا لويه ملاتړه برخمن دی او پوځ به په کراره دمبارک دا ډول اوامروته ځان چمتو نکړي.

 

ها خوا ښاغلي حسني مبارک دخپل واک د ډوبيدونکي کشتۍ ساتلو په موخه نوي حکومت ته سوګند ورکړی دی.

مبارک تيره اونۍ دولسي احتجاج په پايله کې داستخباراتو خپل وفاداره وزير دځآن مرستيال وټاکه پداسې حال کې چې يو بل بيوروکرات احمدشفيق ته يې دلومړي وزير دنده ورکړه.نوموړي دسوګند له مراسمو وروسته له نوي حکومته وغوښتل چې ژر ترژره له مخالفينو سره خبري اتري پيل کړي اوپه هيواد کې دنګه ډموکراسۍ د رامنځته کولو په موخه خپل ټول توان وکاروي.

خو مصري پاڅون کونکو دمبارک دغه چلوټي ندي منلي اوپه ډاګه کړي يې ده چې هغوي به ايله په مټه دمبارک په تيښته راضي شي اوبس.

داخوان المسلمون ډلي نن په يوه بيان کې څرګنده کړه چې ولس به دڅيرو بدلول هيڅکله هم ونه مني اوداچې ولس دڅيرو نه بلکې دنظام دبدلولو په موخه پاڅون کړی دی.

 

بلې خواته سره له دې چې پوليس دښار کوڅوته راوتلي دي خو په دغه هيواد کې په منظم ډول دجناياتو او لوټمار لړۍ لا نده کراره شوي.داسې ګومان کيږي چې پدغه لوټمار کې به دمبارک دځاني استخباراتي ګروپ لاس وي.

شنونکي واي چې مبارک دپاڅون کونکو دروحيې دوژلو لپاره خپل دغه ګروپ ته دسبوتاژ دکارونو سپارښتنه کړيده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د