افغانستان

د پغمان د ډلییز جنسي تیري په تور ۲ نور کسان ونیول شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۱مه ۱۳۹۳ل): لږه شېبه وړاندې داسې راپورونه ورکړل شول چې د پغمان ولسوالۍ د  د ډلییز جنسي تیري د قربانیانو له منځه یوه مېرمن په روغتون کې مړه شوې، خو اوس د عامه صحت وزارت دغه راپورونه رد کړي او ویلي دي چې دغه ښځه ژوندۍ ده او تر تداوۍ لاندې ده.

د پغمان ولسوالۍ د ډلییز جنسي تیري په تور پولیسو ۶ کسان نیولي او نن يې دوی رسنیو ته ښکاره کړل.

دغه ۶ کسان د هغو ۱۶ کسانو لمنځه دي چې په ښځو يې ډلییز جنسي تیری کړی و او شتمنۍ یې لوټ کړې وې.

څو ورځې وړاندې د ستمبر په ۲۸مه د شپې پر مهال د ۴ کورنیو غړي د کابل ښاره د پغمان ولسوالۍ ته له یوه واده څخه کور ته تلل چې د څو تنو خپلسریو وسلوالو لخوا چې د پولیسو یونیفارم یې به تن و ودرول شول او ښځې نر يې ترې لرې باغونه ته بوتلل.

د پولیسو په وینا دغه کسانو په ۴ ښځو جنسي تیری کړی او هم یې دوی او نور لوټلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې د غزني ولایت امنیه قومندان او کابل امنیه قومندان دوه نور تورن کسان چې په دغه پېښه کې يې فعال لاس درلودلو او غزني ولایت ته تښتیدلي وو، نیولي دي.

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ویلي چې دغو تورنو کسانو په دې اعتراف کړی چې په یوې مېرمنې څو وار جنسي ډلییز تیری کړی دی.

نوموړی زیاتوي چې دغه ډلییز تیري کې یواځې په یوې مېرمن ۱۰ ځل جنسي تیری شوی او دا په داسې حال کې چې څو قدمه وړاندې ددغو ښځو خاوندانو او خپلوانو ددغو ښځو کریکې او چیغې اوریدلې.

امنیه قومندان وايي چې دغې کورنۍ پولیسو ته په ښځو د جنسي تیري شکایت نه دی کړی بلکې دوی ته د رابعه بلخي روغتون خبر ورکړ چې په ښځو جنسي تیری شوی دی.

جنرال ظاهر د خبرو پر مهال وویل چې دوی د پېښې ځای ته سمدستي لاړل خو عاملین له ځایه تښتیدلي وو.

امینه قومندان ویلي چې دغو تورنو کسان په خپلو لومړنیو اعترافونو کې د ښځو په وهلو او ټکولو هم اعتراف کړی او په وینا یې دغه «بانډ» پخوا هم دغه ډول جرمونو کړي او مشر یې ۵ کاله بند هم تېر کړی.

په پغمان کې په ښځو جنسي تیري افغانان پارولي دي او له محاکمو غواړي چې ژر تر ژره د خلکو تر وړاندې دوی اعدام کړي.

صبغت الله مجددي هم د پغمان پېښه غندلې او عاملین یې شیطان صفته بللي. نوموړي د یوې اعلامیې په ترڅ کې چې نن د وږي په ۱۱مه خپره شوې ویلي چې دغه مجرمینو ته دې سخته سزا ورکړل شي او په عام محضر کې دې اعدام شي څو د نورو لپاره د عبرت وړ وګړځي.

عام افغانان انديښنه لري چې شاید دغه «مجرمین» د څو کلونو یا میاشتو د تېرولو وروسته بېرته خوشې شي او په وینا یې قاضیان چې « د نورو په څېر له یوې مخې رشوت اخلي» به دوی هم د رشوت په بدل کې خوشې کړي.

کابل او نورو ولایتونو کې د قتلونو، جنسي تیریو، غلاګانو، تښتونو او نورو جرمونو زیاتېدلو ستر لامل په خپله په دغو کړنو کې د یو شمېر چارواکو ښکېلتیا او د شرعي حدودو نه نافذول ښودل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمــدالله

انا لله و إنا اليه راجعون…

دا کار د همدې اوسنی دولت د منسوبینو کار دی، دا هماغه جنګسالان او جنایایتکاران او یا هم د هغوی اولادونه دی چې د شر او فساد په دوره کې یې د افغانانو په ناموسونو تجاوز کولو او اوس هم د ګوډاګي کرزي په دولت کې واکداران دی او لاهم خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي… ډیر د افسوس ځای دی… اولس ته پکار دي چې د دغه فاسد او مفسد رژیم پر مقابل کې د مجاهدینو تر څنګ ودریږي او د خپل پټ او ناموس ساتنه وکړي…

Rahim popal

د هغی ورځی په انتظار چه کرزی، سیاف، عطا، اودلا،دوستم، صالح او ټول د دی فاسیدی اداری منسوبین په اسلامی محکمه کی محکوم اوپه جزآ ورسیږی. دا دپغمان فاجعه هم د دوی د۱۳ کلونو د بشر دحقوقو پایمالول دی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x