ماسکو: هغه فدایي برید کونکی پیژندل شوی چې په هوایی ډګر کې برید کړی وو

moscowنن ټکی اسیا:
دمسکو استخباراتی شبکه وایی هغه ځان وژونکی کس چه دمسکو په هوایی ډکر کی یی
ځآن ته چاودنه ورکړه او ۳۵ کسه یی ووژل دشمالی قفقاز اوسیدونکی یو شل کلن ځوان وو.

د روسیی مرکزي تحقیقاتي اداري خپل په رسمي پاڼه کې دا خبر خپور کړې مګر د نوم د څرګندولو څخه یې تر هغو ډډه کړې تر څو ددی تحقیقات سم پوره شوي نه وي.
دمسکو استخبارات وایی چه د برید کونکی هدف بهرنی مسافر وه،  او په دغه چاودنه کی ۳۵ کسه وژل شوی وه۱۸۰نور ټپیان شوي وه.. د وژل شوو کسانو څخه ۷ کسه بهرني مسافروه.
دروسیی صدر دیمیتر مدودوف ډیر چارواکی له چاودنی څخه وروسته له دندو څخه ګوښه کړل، چه دهغوی له جملی څخه دسیمی دټرانسپورټ رئیس اودمسکو ښاردپولیسو مرستیال مشر شامل دی.
تیر کال دمارچ په میاشت کی هم دمسکو ښار ترځمکه لاندی دمیټرو دریل ګاډی نظام ددوو داغستانی فدايي ښځو له لوری په داسی حال کی  په نښه شوی وو چه دمسافرو ډیره ګڼه ګوڼه وه، اود چاوندني په پایله کی شاوخوا ۴۰ کسه مړه او تر اتیا زیات ژوبل شوي وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د