افغانستان

د اشرف غني ډله: د عبدالله ډلې احساساتې پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د ډاکټر اشرف غني ترمشرۍ لاندې د بدلون او دوام ډله وايي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویانو یوه احساساتي پرېکړه کړې ده.

پرون د ډاکټر عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې ویاند فاضل سانچارکي په یوه خبري ناسته کې وویل چې که په څلورویشت ساعته کې د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي، نو دوی به جدي او قاطع تصمیم ونیسي.
نن په کابل کې د بدلون او دوام د ډلې ویاند فیض الله ذکي وویل چې د اصلاحاتو او همپالنې دغه پرېکړه ډېره احساساتي او تلواري ده. چې د هېواد پر ګټه نه تمامېږي.

ذکي د اصلاحاتو او همپالنې د بل غړي او د بلخ د والي عطامحمد نور د څرګندونو اړوند وویل چې «نارنجي او شنو څراغو» ګواښونه د نورو هېوادونو پېښې دي چې هلته يې هم چندانې ښې پایلې نه دي درلودلې.

نوموړي د ډاکټر عبدالله عبدالله په پلویانو غږ وکړ چې باید په پوره احتیاط ګام واخلي او خپلې غوښتنې داسې عیارې کړې چې د هېواد له قانون سره په ټکر کې نه وي.

یاده دې وي چې د اصلاحاتو او همپالنې ډلې غړي، د بلخ والي او د جمعیت اسلامي د اجرايیوي شورا ریس عطامحمد نور پرون پخپلو پلویانو غږ وکړ چې د نارنجي او شنو خوځښتونو په تمه دې اوسي. نوموړي د خپلو دې شعارونو په تفصیل کې وویل چې د شین خوځښت معنی مدني حرکتونه او نارنجي هم له زوره کار اخیستل دي.

دا په داسې حال کې دی چې د اصلاحاتو او همپالنې له لوري ټاکل شوی ضرب الاجل پوره شوی او یادې ډلې د خپل ګواښ اړوند تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x