افغانستان

ملي وفاق ګوند: د کړکېچ د مخنیوي په خاطر دې مؤقته اداره جوړه شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې د ملي وفاق ګوند مشر ویلي دي چې د ټاکنیز ناندریو څخه د ممکنه راپېښېدونکي کړکیچ د مخنیوي لپاره باید یوه مؤقته اداره جوړه شي.

بسم الله شیر چې د ملي وفاق ګوند مشر اوپه لومړي ځل ټاکنو کې د ولسمشرۍ نوماند له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې یاده اداره باید د ټول افغانستان د مخورو کسانو په ګډ کنفرانس رامنځته شي.
د شير په وینا هېواد دافغانانو دی او زموږ ملت او هېواد باید د نوماندانو او حکومت قرباني نه شو، بلکې خپلې ورکړې رایې بېرته ترې واخلو.

شیر ځکه یوه مؤقته اداره جوړول اړین وبلل چې په خبره يې اوسنۍ وضعې ته په کتو که پایلې اعلانېږي او کنه هېواد مو له ستونزو سره مخ کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې د ټاکنو کمیسیون نن خبر ورکړ چې له ټولو رایو نه یوازې لس سلنه پاتې دي.

د ټاکنو کمیسیون ویاند نورمحمد نور نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې تر اوسه پورې د ۲۰۵۰۱ صندوقونو رایې څېړل اوشمېرل شوې دي، چې د ټولو رایو نوي سلنه جوړوي.
نورمحمد نور وايي چې له ۲۲۸۲۸صندوقونو نه يوازې ۲۳۲۷ صندوقونه پاتې دي.

یاده دې وي چې پرون د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډلې ووویل چې هر ډول پایلې دوی ته د منلو وړ نه دي.

د دې ډلې ویاند فاضل سنچارکي پرون له غرمې وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل چې دوی ته د ټاکنو پایلې بې معنی دي او که د سه شنبې تر ماسپښین پورې د دوی غوښتنې ونه منل شي نو جدي تصمیم به ونیسي.

بل پلو نن په کابل کې د بدلون او دوام د ډلې ویاند فیض الله ذکي وویل چې د اصلاحاتو او همپالنې دغه پرېکړه ډېره احساساتي او تلواري ده. چې د هېواد پر ګټه نه تمامېږي.

وړاندې ولسمشر حامد کرزي په پوره جدیت نن «د وږي یوولسمه» د ټاکنیزو ناندریو پای او د نوي ولسمشر د لوړې ورځ ګڼلې وه، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتو استازي یان کوبیش ولسمشر پر دې قانع کړ چې نوی ولسمشر باید د دې میاشتې په نولسمه لوړه وکړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې کله به پایلې اعلان شي او څومره به دواړو خواو ته د منلو وړ واوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x