افغانستان

له باميانو او پنجشير پرته ټولو ولايتونو کې نښتې او بريدونه روان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): راپورونه وايي، چې له باميانو او پنجشير پرته ټولو ولايتونو کې د حکومت او بهرنيو عسکرو پر ضد د طالبانو بريدونه روان دي.

چارواکي مني، چې دې وروستيو کې طالبانو يو شمېر ولسوالۍ او مهمې سيمې نيولي دي.

د دفاع وزارت يو جګپوړي چارواکي الماني ورځپاڼې «ډي پي ايل» سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې له باميانو او پنجشير پرته ټولو ولايتونو کې د حکومت او بهرنيو عسکرو پر ضد د طالبانو بريدونه روان دي.

دغه چارواکی وايي، چې طالبانو د تېر جون مياشت کې د هلمند سنګين ولسوالۍ نيولې وه او څو اوونۍ د هغوی په واک کې وه.

الماني رسنۍ د دفاع وزارت د چارواکي له قوله وايي، چې د نورو ولايتونو په پرتله هلمند کې د دوی ځواکونه ډېر دي، مګر بيا هم هلته سختې خونړۍ نښتې روانې دي او تر اوسه له زرو زيات کسان په دغه جګړه کې وژل شوي دي.

د افغان چارواکو په وينا د روان کال تر پايه د بهرنيو عسکرو د وتلو اعلان سره طالبان نور هم زړه ور شوي او خپلو بريدونو او چاودونو ته يې زور ورکړی دی.

راپورونه وايي، چې طالبان د پخوا په پرتله ډېر منظم دي. د خپل ټپيانو درملنه په سنګرونو کې په خپله کوي په نويو عصري وسايلو مجهز دي.

دغه چارواکي اعتراف کړی، چې د هېواد شمال بدخشان ولايت کې حکومت چارواکي څو څو ځله د طالبانو له لوري محاصره شوي دی.

د دې تر څنګ کندوز کې هم لسګونو امنيتي پوستې طالبانو نيولي دي.

راپور کاږي، چې اوس هم د شپږو ولسواليو څخه دوه ولسوالۍ د سقوط په حال کې دي.

ډي پي ايل ورځپاڼې د دغه چارواکي نوم نه دی ياد کړی.

ډي پي ايل د دفاع وزارت چارواکي له قوله وايي، چې هره اوونۍ د ملي اردو تر سلو پورې عسکر د طالبانو په بريدونو کې وژل کيږي.

د يادونې وړه ده، چې دې وروستيو کې طالبانو نورستان، ننګرهار، لوګر، لويې پکتيا، جنوبي ولايتونو په ګډون بدخشان، فراه، فارياب، بادغيس او يو شمېر نورو ولايتونو کې پر ګڼو سيمو پراخ ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

کارپوهان وايي، چې د ننګرهار، ميدان وردګ او لوګر ځينې سيمې ډېرې حساسې او ستراتيژيکې دي، که سقوط وکړي، نو کابل ورسره سقوط کوي.

د ننګرهار خلک وايي، چې خوږياڼو، سپين غر، اچين، حصارک، چپرهار او يو شمېر نورې ولسوالۍ له مرکزونو پرته په بشپړه توګه د طالبانو کنټرول کې دي او ځايي خلک هم خپلې دعوې او حقوقي مسايل د طالبانو محکمو ته ور وړي.

د ننګرهار ولايت چارواکو هم څو څو ځله خپله انديښنه څرګنده کړې، چې که مرکزي حکومت ژر تر ژره د ننګرهار ولايت امنيت ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو دغه ولايت به ډېر ژر د طالبانو په لاس سقوط وکړي او له هغې وروسته د کابل ژرغورل هم ناشوني بريښي.

څه موده وړاندې د ملي امنيت عمومي ريس ښاغلی رحمت الله نبيل هم ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د لوګر ولايت ازره ولسوالۍ د طالبانو کنټرول کې ده او دا هغه ستراتيژيکه سيمه ده، که سقوط وکړي، نو کابل ورسره سقوط کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x