د مصر څخه په لوړه کچه تیښته روانه ده
نن ټکی آسیا: د مصر په قاهره ښار کې د هوایی ډګر چارواکو رسنیو ته ویلي چې یوازی نن 19 الوتکي ډکې د مصر څخه رواني سوي دي.
ددغه الوتکو اکثره مسافر دمصري او بهرني تجاران او د هغو کورنی وی.
دغه الوتکي اکثره د دبی خواته تللی، په دغو تجارانو کې بعضي د حسنی مبارک نیژدې ملګری حسین سالم هم وو، چې ټوله کورنی یی نهه
تنه دی، او د ځانه سره یې 17 غټي غټی بستي اخیستی وی، او همداسي په بله الوتکه کې نجیب ساویرس هم وو.
د بلي خوا عربي هیوادو هم خپل د اتباعو او سفارتکارانو د ایستلو لپاره ډیري الوتکي مصر ته استولي.
او چارواکو په دغه هوایی ډګر کې ویلي چې اوس هم د هوایی ډګر ټولی انتظار ګاوي د مسافروڅخه ډکي دی مګر الوتکي نسته، یا یې د سفر څخه انکار کړی دی.
د بلي خوا بعضي ګنګوسي وایی چې د مصرداخله وزیر حبیب العادلي هم پر دغه لار له مصر څخه وتلی دی
د بلي خوا اسراييلو خپل ټول سفارتکاران او دهغو کورنی او ځینی نور اسراییلی اتباع په یوه خاصه الوتکه کې وختي لا د مصر څخه ایستلي دی.
سرچینه: الجزیره او رسنی