نړۍ

جبهة النصره ملګرو ملتونو ته: که خپل پوځیان ژوندي غواړئ، زمونږ نوم د «تور لست» څخه وباسئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۱مه ۱۳۹۳ل): په سوریا کې د بشار الاسد د نظام پر ضد جنګېدونکې اسلامي جهادي تنظیم جبهة النصرة ویلي که ملګري ملتونه غواړي خپل عسکر ددوی د منګولو څخه سالم وژغوري، نو ددوی نوم دې د تروریستي تنظیمونو د لست څخه وباسي.

جبهة النصره په سوریه کې د القاعده نړیوال جهادي تنظیم څانګه ده او د بشار الاسد پر ضد جنګېدونکو اسلامي تنظیمونو څخه یو پياوړی تنظیم بلل کیږي. دوی په دې ورستیو کې د اسرایيلو او سوریې پر پوله باندې پروت دالقنیطره ښارګوټی د بشار الاسد د پوځ څخه په جګړه کې ونیوو او همدلته یې د ملګرو ملتونو د هغه قواوو څخه یو شمېر پوځیان ژوندي ونیول، چې په دغه سیمه کې پراته وه.

باید وویل شي چې اسراییلو په ۱۹۶۷ز کال کې د سوریا څخه د جولان په نامه سیمه ونیوله او بیا له هغه وروسته ددغه سیمه ددواړو هیوادونو تر منځ د دوامدار اختلاف لامل وه، له همدې امله د جولان په سیمه کې د سرحد دواړو اړخونو ته د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه میشت شوي وه، تر څو ددواړو هیوادونو تر منځ د پولو څارنه وکړي.

جبهة النصره ویلي چې دوی سره د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو ۴۵ تنه عسکر بنديان دي، د ټولو صحت سم دی او ښه ساتل کیږي، خو د هغوی ازادي به یوازې هغه وخت ممکنه وي، کله چې ملګري ملتونه په دغه سیمه کې د جګړې قربانیانو ته بدل ورکړي او هم مهال ددوی د تنظیم نوم د تروریستي تنظیمونو د لست څخه وباسي.

جبهة النصره ددې تر مخه اعلان کړی و، چې دوی د ملګرو ملتونو ځواکونو ته په دې شرط اجازه ورکوي چې خپل ټوله وسله، موټرونه او نور سامانونه پرېږدي او د اسراییل خوا ته پيدل ولاړ شي.

خو د (فیجي) هیواد د پوځ مشر ویلي چې جبهة النصره په خبرو اترو کې دوی ته دا شرط وړاندې کړ چې ددوی وژل شویو ملګرو ته دي فدیه ورکړل شي او ملګري ملتونه دې ددوی نوم د ترهګرو تنظیمونو د تور لست څخه وباسي.

فیجي د نیوزیلنډ شمال کي د ارام سمندر په جنوب کې په څو جزیرو باندې مشتمل یو هیواد دی او ویل کیږي چې په نیول شویو پوځیانو کې اکثریت ددې هیواد دي، چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې یې په دغه سیمه کې خپله دنده پر مخ بیوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x