نړۍ

مصر: سینا کې چاودنې او برید ۱۱ پولیس وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د مصر روغتیايي او امنیتي چارواکي وايي چې د هیواد په ختيځ سیناء کې د مخالفینو د یوه برید په ترڅ کې ۱۱ تنه پولیس وژل شوي دي.

د الجزیري د راپور سره سم د سیناء په شمال کې د رفح او شیخ زوید پر غځېدلي لویه لاره باندې د پولیسو پر موټر چاودنه وشوله، چې له کبله یې دوه تنه پولیس ځای پر ځای ووژل شول.

راپور کاږي چې تر چاودنې وروسته په کمین کې ناستو مخالفینو پر هغو پولیسو چې غوښتل یې له سیمي څخه وتښتي، ډزې پیل کړې چې له کبله یې ۹ پولیس نور هم ووژل شول او څلور تنه سخت ژوبل شول.

د مصر د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر رییس نن خبریالانو ته وویل چې نن سهار د سیناء په شمال د زوید- رفح پر لویه لاره د پولیسو پر یوه کاروان چاودنه او بیا برید وشو چې په ترڅ کې یو افسر او ۱۰ سرتیري ووژل شول.

د سینا په شمال کې د انصار بیت المقدس په نامه اسلامي جهادي ډله د مصر د پوځ او امنیتی ځواکونو پر ضد له ډیره وخته جنګیږي، او په دې وروستیو کې تر پلازمیني قاهرې پورې يې خپل عملیات پراخ کړي دي.

د یادونې وړ ده چې تقریبا یوه نیمه میاشت وړاندې هم د سیناء په رفح نومې سیمه کې په یوه برید کې ۳۴ مصري پوځیان و وژل شول او دغه برید هغه مهال د
مرسي د پرځېدو وروسته خونړی برید ګڼل شوی و.

له هغه وروسته چې په دکتور محمد  مرسي باندې د عبدالفتاح سیسي لخوا  کودتا وشوه، د سیناء نیمه جزیره کې امنیتي حالات ورځ تر بلې په خرابېدو روان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x