fbpx

د حسنی مبارک زامن د خپلو کورنیو سره لندن ته ورسیدل

husni_mubarak_zamanنن ټکی آسیا:

الجزیرې ټی وي چېنل لږ ګړی مخکې راپور ورکړ چې د حسنی مبارک زامن جمال او علاء مبارک د مصر څخه وتلي او د خپلو کورنیو سره لندن ته ورسیدل.

دا په داسي حال کې پيښيږي چې د مصر عام اولس عام پاڅون اعلان کړې او غواړې چې حسني مبارک باید خپل 30 کلني دیکتاتوري حکم ته د پاي ټکی کښیږدي.

حسنی مبارک خپل حکومت لیری کړی او په وعده یې کړې چې نوی حکومت به جوړ کې.

په یوه بل پرمختګ کې حسنی مبارک د دیرش کالو د حکم وروسته د اول ځل لپاره عمر سلیمان (د مصر د استخباراتي شبکې مشر) خپل ځانته نایب ټاکلی چې ګومان کيږي دمبارک له ممکنه تيښتي وروسته به دټاکنو ترمودې دهيواد چاري په لاس کې ونيسي.

په خپل اولنی غبرګون کې د مصر اولس ددغه سړي تعیین د حسنی مبارک له خوا غندلی، او په واشنطن کې هم امریکایی حکومت ددغه سړي تعیین غندلی.

د بلي خوا نن 3 اولسي مظاهره کوونکی د حکومتي عسکرو لخوا په ډزو ویشتل شوی او وژل شوي دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د