نړۍ

اسلامي دولت ددوهم امریکايي بندي سر هم غوڅ کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د اسلامی دولت سره بندي د دوهم امریکايي سر هم نن غوڅ شو.

داسلامي دولت یوې خپرنیزي رسنۍ (موسسة الاعتصام) له لوري په ټویټر او نورو ټولنیزو پاڼو کې نن اعلان وشو چې ډېر ژر به اسلامي دولت امریکا ته خپل دوهم پيغام نشر کړي.

باید وویل شي چې اسلامي دولت سره دوه امریکايي ژورنالیستان بندیان وه، چي یو یې تیره میاشت د اسلامي دولت له خوا د تلویزوني کېمرې مخته په چاړه حلال شو.

د مرګ تر مخه ژورنالیست جیمز فولي او د هغه وژونکي امریکا ته پيغام هم ورکړ، او وې ویل چې امریکا دي د اسلامي دولت د جنګیالیو په سنګرونو بمبار ودروي، کنه دوهم ژورنالیست به هم ووژني، خو بیا هم د امریکا له خوا بمبار دوام وکړ چې له کبله یې اسلامي دولت خپله ګواښ نن عملي کړ.

دوهم ژورنالیست چې سټیفن سوتلوف نومیږي، یو دیرش کاله عمر یې درلود، او ویل کیږي چې هغه امریکا ته په خپل دوهم پيغام کې ویلي: امریکا ته په کار وه چې خپل د اتباعو د ځان او ګټو ساتنه یې کړی وای.

که څه هم ځیني سرچیني وایی چې سټیفن د وژني فیلم نشر شوی، او یو امریکايي ادارې (SITE) تر لاسه کړی، خو تر اوسه د اسلامي دولت د رسمي سرچینو له خوا دا خبر نه دی تایید شوی، او کیدای شي سبا ته رسما د مؤسسة الاعتصام له خوا په انټرنیټ باندي دا نوې ویډیو نشر شي.

د جهادي ویب پاڼو څارونکي ادارې (SITE) ویلي چې په نوي فیلم کې د سټیفن سوتلوف د وژني تر څنګ د یوه بل برتانوي بندي په اړه خبرداری ورکړه شوی، او ویل شوي که غربي هیوادونه د اسلامي دولت په خلاف د جګړې څخه ونه ګرځي نو همداسي به دوی یو یو وژني.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم چي کله امریکايي ژورنالیست جیمس فولي وژل کیدی ورسره د سټیفن د مرګ ګواښ شوی وو.

اسلامي دولت چې د عراق په څلورمه برخه او د سوریا په دریمه برخه تسلط لري، په دې ورستیو کې د سیمه ایزو هیوادونو تر څنګ د غربي هیوادونو لپاره هم درد سر ګرځېدلی، او د هغوی په خلاف د سعودي او ایران په ګډون امریکا او برتانیا د یوې نوي ایتلاف د جوړولو په درشل کي دي.

باید وویل شي چې امریکا لا له وړاندي په یوازي توګه د اسلامي دولت پر ځینو سیمو او تعارضي سنګرونو هوايي بمبار پيل کړی، خو د فوځي څیړونکو په وینا تر څو چې په ځمکه فوځ نه وي، د امریکايانو بمبار به اسلامي دولت ته کوم خاص زیان ونه رسوي.

که څه هم د اسلامي دولت پرمختګ په عراق کې د امریکايي بمبار سره یو څه ټکنی شوی، خو په سوریا کې دغه تنظیم اوس هم مخ په وړاندي روان دی، او د ورځي په تیریدو سره یې نوي سیمي لاسته لویږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x