نړۍ

حسني مبارک خپله کابینه نړولي او وعده یې کړې چې نوی حکومت به جوړه وي

egyptian_parliamentپه مصر کی له ډیرو سختو اوغضبناکو مظاهروڅخه وروسته دمصرپاچا حسن مبارک کابینه تحلیل کړه.
که څه هم مظاهری تراوسه پوری دوام لری، اودمظاهره چیانو اوپولیسو داخ اوډوب په پایله کې کم وزیات شپږویشت ۲۶کسه وژل شوی اوپه لس ګونو نورټپیان دی
چارواکی وایی چه راتلونکی د خالی ورځی ته به دنوی کابینه اعلان وشی.

د مصري حکومت هغه زوړ خبر چې ویل یې جمال مبارک د حسنی مبارک زوی د خپلي میرمنی سره تښتیدلی رد کړې…

ویل کیږی چې د مصر په غټو ښارو کې اوس انټرنیټ، ټلیفون او نور اتصالاتی شبکی ټولي بندي دی.. او د پرون ورځي راهیسی په هیواد کې بندیز اعلان سوی دی، او د مظاهرو د مخ نیوي لپاره د مصر د پاچا په امر فوځ را غوښتل سوی دی.

په مصر کې د تیر 30 کلو راهیسی ایمرجنسی حکم نافذ دی، او د تیرو 28 کلو راهیسی حسنی مبارک په دغه هیواد حاکم دی.

پرون د جمعې د لمانځه وروسته چې یو وار بیا د مظاهرو لړی پیل سوه، مصري حکومت محمد البرادعي نیولی. محمد البرادعی په امم متحده کې د څو کلو لپاره د ایټمی اسلحو د مخنیوي ادارې مشر وو.

خبریال: بخت الرحمن بخت

اپډیټ: فداء

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x