ټاکنیزې شخړو د حل په موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت معین کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۳ل): تر جان کیري او فیلډمین وروسته د ټاکنیزو شخړو د حل و فصل لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت معین افغانستان ته راغلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ډاګ فرانټز په سولییزه توګه د واک د انتقالولو په موخه کابل ته سفر کړی دی.

اعلامیه زیاتوي چې د فرانټز همدا راز د رایو د تفتیش بهیر د پشپړیدو، دواړه کاندیدان پایلو منلو ته او د ملي وحدت د حکومت د جزییاتو په اړه خبرو کولو لپاره کابل ته تللی دی.

ډاکتر عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزي د ملي وحدت د حکومت د جوړولو تړون د چنګاښ په ۱۷مه د جان کیري په منځګړیتوب لاسلیک کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت معین په داسې حال کې افغانستان ته راغی چې دواړه نوماندان د ملي وحدت د حکومت په اړه وروستۍ پریکړې ته نه دي رسيدلي.

همدا راز د جمعیت اسلامي د اجریوي رییس عطامحمد نور ګواښ کړی چې که بریالي اعلان نشي، حکومت په زور نیسي.

د دواړو نوماندانو تر منځ د اختلاف ځای د اجراییوي رییس پر صلاحیتونه ده. ټاکل شوې د نوي ولسمشر لخوا به دا پوست ایجاد شي او ناکام نوماند ته به ورکړل شي.

ددغې توافقنامې په اساس بایلونکی ټیم به هم اپوزیسون وي او هم د حکومت برخه.

د عبدالله عبدالله ټيم ګواښ کړی و چې که د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړل شي د ملی وحدت د حکومت د جوړونې په اړه سیاسي خبرې اترې هم پریږدي.

د اصلاحاتو او همپالنې ټيم (ډاکتر عبدالله عبدالله ټيم) وروستی ضرب الاجل د تېرې ورځ سهار و، خو تر دې دمه یې په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي چې خبرې یې پريښي او که لا هم روانې دي.

د اشرف غني ټیم له دوی څخه تېره ورځ وغوښتل چې ددغه تصمیم په اړه دې تجدید نظر وکړي.

د اشرف غني د ټیم ویاند فیض الله ذکي د عبدالله د ټيم دغه څرګندونې احساساتي بللې وې او دوی يې غوښتنه کړې وه چې له سره پرې غور و فکر وکړي.

د یادونې وړ ده چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړی پړاو د وري په ۱۶مه او دوهم د غبرګولي په ۲۴مه ترسره شو خو تر دې دمه یې وروستۍ پایلې نه دي راوتي.

د ماليې وزارت وايي چې د ولسمشریزو ټاکنو له امله د افغانستان اقتصاد ته په میلیادونو ډالره ضربه رسېدلې او که ټاکنیزې شخړې پای ته ونه رسیږي، دوی به یو شمېر کسان له دندو ګوښه کړي او هم به تنخاګانو کې کمی راولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د