افغانستان

ناڅرګندو وسلوالو د غزني د حج او اوقافو رییس تښتولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت چارواکي وايي چې وسله والو د دغه ولایت د حج او اوقافو رییس او د هغه دوه کارکوونکي تښتولي دي.

د غزني ولایت د والي ویاند شفیق ننګ رسنیو ته ویلي دي چې د غزني د حج او اوقافو رییس حاجي افضل څو تنو وسله والو د کابل – غزني پر لویه لاره له موټره ښکته کړی او ځانه سره يې بېولی دی.

ننګ زیاتوي چې وسله والو کسانوله نوموړي سره دده یو ساتونکی او موټر چلوونکی هم له ځانه سره بېولي دي.

د غزني ولایت د والي ویاند وايي چې دغه کسان طالبانو تښتولي دي خو طالبانو تر دې دمه د دوی د تښتونې په اړه څرګندونې نه دي کړي.

د غزني – کابل پر لاره تر دې وړاندې هم څو وار تښتونې شوي. تر دې وړاندې هم پر دغه لاره ۱۱ تنه ماین پاکان وتښتول شول چې ۷ يې خوشې شول او ۴ يې لا هم نادرکه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x