نړۍ

دمصري دکتاتور زوی جمال مبارک هيواد پريښود

GamalMubarakپه مصرکې دحکومت ضد د خلګو له قهراو غضب نه ډکې پراخې مظاهرې له تیرو دروو ورځو راهیسی په مرکز قاهره او نورو لویو ښارونو کې روانې دی ،دخلګو عام پاڅون دمصري دکتاتور حسنی مبارک زوی جمال مبارک دې ته اړايست چې له خپله وطنه لندن ته لاړ شي.

 

داسې ګومان کيده چې جمال مبارک به له خپل پلارحسنی مبارک وروسته دعربي نړۍ د دود له مخې دمصر راتلونکی دکتاتور وي.

نوموړي په یوه خصوصی الوتکه کې له خپلې میرمنې ،لور او دکور له سامانونو سره چې په 100 بکسونو کې ځای پرځای شوي وو ،له قاهرې نه دلندن په لور لاړ .

دالجزيرې ديوه تازه راپور له مخې دهغه کشر ورور او ميرمن يې هم لندن ته رسيدلي دي.

دمصر په حکومت ضد مظاهروکې تراوسه زیات کسان مړه او ژوبل شوي او دمظاهره چیانو لخوا زیات دحکومتی ودانۍ سوځول شوي دی .

احمد بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x