افغانستان

دواړه نوماندان د واک پر ويش سره سلا شوي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيز ټيم وياند وايي، چې دواړه نوماندان د واک پر ويش سره سلا شوي دي.

د عبدالله عبدالله د ټيم وياند مجيب رحيمي بي بي سي سره په خپلو خبرو کې وويل، چې ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله په دې سره سلا شوي، چې د اجرايوي شورا ريس به د وزيرانو د شورا مشر وي او پاتې ټولې څوکۍ به په مساوي ډول د دواړو نوماندانو تر منځ ويشل کيږي.

ښاغلی رحيمي زياتوي، چې د واک د ويش دغه وړانديز د دوی د ضرب الاجل په ورستي پړاو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي له لوري ور لېږل شوی دی.

د مجيب رحيمي له قوله، د دواړو نوماندانو تر منځ په ورستۍ طرحه کې د صدر اعظم يا د وزيرانو د شورا د ريس په ګډون د واک د برابر ويش خبره مطرح شوې، تر څو د ټاکنيزو ناندريو له امله راپيدا شوي بحران ته د پای ټکی کيښودل شي.

مجيب رحيمي وايي، چې د امريکاي ولسمشر سلاکار نن سهار کابل کې ډاکټر عبدالله عبدالله سره وليدل او له هغې وروسته دواړو نوماندانو له ولسمشر حامد کرزي سره ليده کاته وکړل.

د ښاغلي رحيمي له قوله دواړه نوماندان په دې سلا شوي، چې د واک د ويش لپاره دې يو ګډ کميسيون وټاکي، تر څو د واک د ويش دغه شخړې ژر تر ژره پای ته ورسيږي.

د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم وياند مجيب رحيمي وايي، چې د اشرف غني احمدزي له لوري د ورکړل شوې طرحې له امله يې خپل ضرب الاجل ځنډولی دی.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم وړمه ورځ ګواښ کړی و، که د ټاکنيزو پايلو اړوند د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو دوی به شين خوځښت پيل کړي او واک ته به د زور په واسطه ځان ورسوي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال ډاګ فرانتس د ټاکنيزو ناندريو د حل و فصل په موخه کابل کې دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x